په سعودي كې روان حالات

سعودي عربستان په دې تېرو څو مياشتو كې په خپل تاريخ كې د لومړي ځل لپاره د يو لړ مهمو بدلونونو شاهد دى. ځوان وليهعد محمد بن سلمان چې ددې بدلون اصلي مخكښ بلل كيږي، د خپلو كړنو سره د نړۍ پاملرنه جلب كړې ده.

863719
په سعودي كې روان حالات

 

سعودي عربستان په دې تېرو څو مياشتو كې په خپل تاريخ كې د لومړي ځل لپاره د يو لړ مهمو بدلونونو شاهد دى. ځوان وليهعد محمد بن سلمان چې ددې بدلون اصلي مخكښ بلل كيږي، د خپلو كړنو سره د نړۍ پاملرنه جلب كړې ده. اوس پوښتنه دلته ده چې آيا په سعودي كې روانې چارې به د اساسي بدلون لپاره لار پرانيزي كه يواځې د تخت پر سر د سعودي د كورنۍ د غړو ترمېنځ د رقابت په سترګه ورته وكتل شي.

د روان ميلادي كال د نوامبر د مياشتې په ۴مه نېټه په سعودي كې  د فساد سره د مبارزې تر نامه لاندې يو كمېسيون چې مشري يې هم د وليهعد محمد بن سلمان پر غاړه وه، تاسيس شو. ددې كميسيون د كار د پيل سره سم د سعودي د كورنۍ د يو لړ مشهورو غړو په ګډون يو شمېر لوړپوړي دولتي چارواكي او سوداګر ونيول شول. پدې لړ كې ددې مهمو شخصيتونو مالي سرچينې كنګل شوې او ور سره سم په كابينه كې يو لړ بدلونونه هم راغلل.

پدې لړ كې د ۱۱ تنو شهزاده ګانو او څه پاندې ۳۰ تنو لوړپوړو چارواكو نيول كېدل په سياسي ډګر كې څه معنى لري؟ آيا دا د سعودي په دولتي سيستم كې اساسي بدلون ته اشاره كوي؟ د ځوان وليهعد بن سلمان دا جسورانه ګام په هېواد كې د فساد پر ضد د مبارزې په برخه كې د عامو وګړو په ذهنيت كې نېك انعكاس موندلى دى. سربېره پر دې ۳۲ كلن شهزاده چې د سږني ميلادي كال د پيل راهيسې د وليهعد په توګه نومول شوى دى په هېواد كې د يو لړ اساسي بدلونونو د پلي كولو په برخه كې پوره اراده لري. پدې لړ كې  محمد بن سلمان هڅه كوي چې په هېواد كې د محافظه كارو ايليتو ډلو پر وړاندې خپل موقف نور هم پياوړى كړي. د همدې امله د سعودي په اړه ځيني شنونكي په دې اند چې دا ټول اجراات د سعودي كورنۍ ترمېنځ د اقتدار پر سر د مجادلې يوه برخه ده. ځينې نور بيا پدې اند دي چې دا، د سعودي په سياست كې د اساسي بدلون پيلامه ده. ځكه چې دا ډول بدلون د سيمې د شرايطو په نظر كې نيولو سره اړين و او مخه نيول يې ګران كار دى.  ځينې نور هم بيا په بهرني سياست كې د امريكا د متحدو ايالتونو د مداخلې په موخه د سعودي كړنو ته د شك په سترګه ګوري.

د مصر، امريكا او اسراييلو ترمېنځ اتفاق، د قطر د هېواد تجريدول، د شهزاده ګانو نيول، د ايران سره د اړيكو ترينګلتيا،د سعودي علماو لخوا د اسراييلو په ګټه فتواګانې او ورته نور اقدامات هغه څه دي چې د وليهعد په توګه د شهزاده سلمان تر ټاكل كېدلو وروسته منځته راغلي دي. كه څه هم دا ټولې پرېكړې د اوسني پادشاه سلمان بن عبدالعزيز لخوا شوي دي خو عملي كولي يې بيا د شهزاده محمد بن سلمان پر غاړه دي.

سعودي عربستان پدې وروستيو كې پراخه نظامي لګښتونه لري. داسې اټكل كيږي چې سعودي د يوې اوږدمهالې جګړې لپاره تيارى نيسي. داسې ادعاګانې هم شته دى چې د سعودي له دې هڅو نه د امريكا او اسراييلو لخوا ملاتړ كيږي. د قطر د تجريدولو سياست هم كيداى شي چې د سعودي په ايتلاف كې ددې هېواد د شاملولو لپاره د فشار يوه وسيله وي. خو سعودي په كورني سياست كې هم يو لړ ستونزې لري.  شهزاده سلمان د خپل پلار د پادشاه كېدلو نه وروسته د هېواد ټولې چارې په غير مستقيم ډول اداره كولې. ددې ځوان شهزاده پروژې اوس د اقتصادي خطر سره مخامخې دي. د تخت پر سر د لانجو سربېره د د وېژن ۲۰۳۰ تر نامه لاندې  اقتصادي پروژه، د ايران سره رقابت او په يمن كې وسله واله مداخله او په تېره بيا د امريكا د متحدو ايالتونو سره د نږدې اړيكو ټولې چارې هغه ګواښونه دي چې د سعودي راتلونكې يې د خطر سره مخامخ كړې ده. پدې بهير كې د شهزاده سلمان كوچنۍ اشتباه به ددې هېواد راتلونكې د خطر سره مخامخ كړي.

د انرژۍ له پلوه سعودي عربستان مهم هېواد دى. ددې هېواد پرېكړې د سيمې پر نورو هېوادونو باندې هم مخامخ اغېزه كولاى شي. د سعودي كوچنۍ ګام به په نړيوالو بازارونو كې د انرژۍ بيې لوړې كړي او دا به د مذهبي نښتو لپاره زمينه برابره كړي.

تركيه د اوس لپاره په سعودي كې روانو حالاتو ته ددې هېواد د كورني سياست په سترګه ګوري .  د ولسشمر رجب طيب اردوغان وياند ابراهيم كالن پدې اړه وويل چې په سعودي كې د دولتي ذهنيت بدلون به څه ډول وي؟ د همدې ذهنيت د بدلون په موخه دا ګامونه پورته كيږي. په هېواد كې د وېژن ۲۰۳۰ تر نامه لاندې يو بهير پيل شوى دى. هيله ده چې دا بهير د سعودي عربستان د سولې او ثبات په دګر كې مثبت رول ولوبوي.

تركيه په سيمه كې په روان كړكېچ د ښكېلېدلو پر ځاى د خپلو امنيتي ګټو پر سر ټينګار كوي. د تركيې په سوېلې پولو كې يعنې د عراق او سوريې پ شمالي سيمو كې د پې كا كا / پي واى ډي د ترهګرې ډلې منسوبين د ځاى پر ځاى كېدلو هلې ځلې كوي. دا د تركيې ملي امنيت ته لوى ګواښ رامنځته كولاى شي. تركيه د اوس لپاره په سيمه كې د روانو ستونزو د حل لارې په موخه د ډيپلوماټيكي هلو ځلو پلوي كوي. ځكه پدې پوهيږي چې د سيمې بې ثباتي به د ترهګرو ډلو فعاليت ته لا زياته زمينه برابره كړي.



اړوند خبرونه