سعودي عربستان غیرې قانوني کډوالو ته یو میاشت مهلت ورکړ
سعودي عربستان په نوموړي هیواد کې میشتو غیرې قانوني کډوالو ته د هیواد نه د وتو په خاطر یوه میاشت مهلت ورکړ
د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز په نوموړي هیواد کې میشتو غیري قانوني کډوالو ته د عربستان نه د وتو په خاطر یوه میاشت مهلت ورکړ.
د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان د یو شاهي فرمان په خپرولو سره په سعودي عربستان کې میشتو ټولو هغه غیرې قانوني کډوالو ته چې د اوسیدو قانوني اسناد نلري د هیواد نه د وتو په خاطر یو میاشت مهلت ورکړ دی.
په فرمان کې راغلي دي هر هغه غیرې قانوني کډوال چې د ټاکل شوې یوې میاشتې په دننه کې قانوني اسناد ترلاسه نکړي او یا د هیواد نه بهر نشي ډیر سخت قانوني چلند به ورسره وشي.
د بله پلوه په سعودي عربستان کې د پاکستان سفارت اعلان کړی دی چې په سفارت کې د خپلو هغه هیوادوالو لپاره چې په سعودي کې د اوسیدو لپاره قانوني اسناد نلري د قانوني اسنادو د اخیستو او یا خپل هیواد ته د ستنیدو په خاطر د لارښونې مرکز جوړ کړی دی .