داعش څه باندې ۳۰۰ تنه کارګران تښتولي
داعش ترهګرې ډلې د سوریې د پلازمینې دمشق په ۵۰ کیلومترۍ کې د دمیر په سیمه کې د سمنټو د فابریکې څه باندې ۳۰۰ تنه کارګران وتښتول
![داعش څه باندې ۳۰۰ تنه کارګران تښتولي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/9c4d/7511/4a17/56baf01e2d188.jpg?time=1719259309)
د داعش ترهګرې ډلې په سوریه کې سمنټو د یوې فابریکې څه باندې ۳۰۰ تنه کارکوونکي او ځیني قرادایان تښتولي دي.
د بله پلوه په ځینو رپوټونو کې ویل شوي دي چې ګمان کیږي داعش ترهګرې ډلې د نوموړو کاګرانو نه ځیني اعدام کړي وي.
د داعش ترهګرې ډلې چې د تیرې دوشنبې د ورځې راهیسې د پلازمینې دمشق په ۵۰ کیلومترۍ کې د دمیر په سیمه بریدونه پيل کړي وو د نوموړو بریدونو په لړ کې په سیمه کې د سمنټو په یوې فابریکې د برید سره د یادې شوې فابریکې څه باندې ۳۰۰ تنه کارګران وتښتول.
د سوریې دولتي تلویزیون پرون ۵ شنبه اعلان وکړ چې د دمیر په ښار کې د سمنټو د یوې فابریکې څه باندې ۳۰۰ تنه د داعش ترهګرې ډلې لخوا تښتول شوي دي. دا خبره د سوریې د صنایعو وزارت او د یاد شوې فابریکې چارواکیو هم تایید کړی دی .
د داعش ترهګرې ډلې په سوریه او عراق کې د پرله پسې ماتو نه وروسته د تیرې دوشنبې په ورځ د دمشق په شمال ختیځ سیمو پراخه بریدونه پیل کړل.
د یادې شوې فابریکې چارواکیو ویلي دي چې د دوشنبې د ورځې راهیسې د فابریکې څه باندې ۳۰۰ تنه کارګران لادرکه دي. همداشان د سیمې خلکو هم ویلي دي د داعش لخوا په سیمه د بریدونو د پیلیدو سره سم یاد شوي کارګران لادرکه شو.
د بله پلوه نن د میرور انګلیسي ورځپاڼې ویلي دي داسې رپوټونه ترلاسه شوي دي چې داعش ترهګرې ډلې د تښتولو څه باندې ۳۰۰ تنو کارګرانو نه ۱۷۵ تنه وژلي وي.
د نوموړو کارګرانو کورنیو ویلي دي چې د تیرې دوشنبې د شپې راهیسې په سیمه د داعش د بریدونو د پیلیدو نه وروسته د نوموړو کارګرانو سره يي هیڅډول اړیکه نده ټینګه کړې.
هغوې ویلي دي چې نه پوهیږي چې دا کسان به چیرته وي او چیرته ب وړل شوي وي.
همداشان په سوریه کې د بشري حقونو نه د څار سازمان چې مرکز يي په لندن کې دی هم د نوموړو کاګرانو د تښتولو کیدو پخلی کړی دی .
د بله پلوه په سیمه کې د شدیدو جګړو نه خبر ورکول کیږي. داعش په سیمه کې یو اندازه پرمختګ کړی دی . د بشري حقونو د څار سازمان مشر رامي عبدالرحمان خبري رسنیو ته ویلي دي چې د هوايي ډګر او برښنا د ستیشن ترڅنګ قوي جګړه دوام لري خو داعش د نوموړو سیمو په نیولو قادره شوې نده.
پدې نښتو کې د اسد د ۲۰ تنو سرتیرو او ۳۵ تنو داعشیانو د وژل کیدو خبر ورکړ شوی دی.