داعش پر زده كوونكو ماليه وضعه كړه.

د عراق – شام د اسلامي دولت په نامه ترهګرې ډلې د عراق د موصل په ښار كې په زده كوونكو باندې مياشتنى ماليه وضعه كړې ده.

192783
داعش پر زده كوونكو ماليه وضعه كړه.


د عراق د بشري حقونو د چارو وزارت وايي چې داعش په موصل كې د لومړنيو، منځنيو او لېسو په زده كوونكو او د پوهنتون په محصلينو باندې په مياشت كې معينې پېسې وضعه كړي دي. پدې ډول د لومړني او منځني ښوونځي هر زړه كوونكى بايد په مياشت كې شاوخوا ۲۰ ډالره، د لېسې زده كوونكى په مياشت كې ۴۰ ډالره او د پوهنتون محصل په مياشت كې شاوخوا ۷۵ ډالره ماليه وركړي.
داعش ددې ترڅنګ ټولو زده كوونكو ته امر كړى دى چې يو ډول لباس واغوندي.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه