په سوریه کې د اسد د پلوي ځواکونو لخوا د بې ګناه انسانانو وژنه دو

د بشار اسد پلوي ځواکونو د هیواد په یو زیات شمیر ښارونو کې د مخالفینو په سیمو د مځکې او هوا له لارې په بمباریو کې د ۱۱ تنو ماشومانو او ۶ تنو ښځو په ګډون ۶۳ تنه ووژل .

75195
په سوریه کې د اسد د پلوي ځواکونو لخوا د بې ګناه انسانانو وژنه دو

په سوریه کې د اسد د پلوي ځواکونو لخوا د بې ګناه انسانانو وژنه دوام لري.
د بشار اسد پلوي ځواکونو د هیواد په یو زیات شمیر ښارونو کې د مخالفینو په سیمو د مځکې او هوا له لارې په بمباریو کې د ۱۱ تنو ماشومانو او ۶ تنو ښځو په ګډون ۶۳ تنه ووژل .
د سوریې عمومي انقلابي شورا بیا خبر ورکړی دی چې د ازادې سوریې اردو سرتیرو د حما د ښار په مربوطاتو کې په ځانګړې عملیاتو کې د اسد ۲۲ پلوي سرتیري اسیر نیولي دي .
په څرګندونو کې راغلي دي چې د اسد پلوي چورلکو په حلپ، حاما، حمص او پلازمینه دمشق کې د مخالفینو په سیمو د بیلري بمونو په بریدونو کې یو ځل بیا قتل عام ترسره کړل. پدې بریدونو کې د ۱۱ تنو ماشومانو او ۶ تنو ښځو په ګډون ۶۳ تنه وژل شوي او په لسګونو تنه نور ټپیان شوي دي .
د سوریې رسمي خبري اژانس سانا د حلپ، ادلیب او حمص په ښار کې په عملیاتو کې یو زیات شمیر وسله والو مخالفینو د وژلو نه خبر ورکړی دی .


پيوندونه:

اړوند خبرونه