د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي او ورسره مل هیئت چورلکه د هوا د خرابوالي له امله اضطراري ناسته کړې
د ایران ولسمشر چورلکې بیړنۍ ناسته کړې
![د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي او ورسره مل هیئت چورلکه د هوا د خرابوالي له امله اضطراري ناسته کړې](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/4720/2b8a/651f/664a0ddf4e5ca.jpg?time=1718339520)
د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي او ورسره مل هیئت چورلکه د هوا د خرابوالي له امله اضطراري ناسته کړې ده .
د ایران د کورنیو چارو وزیر خبري رسنیو ته وویل چې د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي او ورسره مل هئیت چورلکې د هوا د خرابوالي له امله په ختیځ اذربایجان سیمه کې د بیړنۍ ناسته کړې ده.
هغه وویل چې د ولسمشر رئیسي او ورسره مل هئیت سره ۳ چورلکو ملتیا کوله چې دوه يي راستنې شوي او د ولسمشر رئیسي چورلکې بیړنۍ ناسته کړې ده .
د کورنیو چارو وزیر په وینا په کومه سیمه کې چې چورلکې بیړنۍ ناسته کړې ده چې یوه ډیره ستونزمنده او صعب العبور ده او د چورلکې د موندولو په موخه بې پیلوټه الوتکې هم سیمې ته استول شوي دي.
ویل کیږي رئیسي د اذربایجان د ولسمشر الهام علي یف سره په ګډه د اوبو د یو بند د پرانیستو نه وروسته د راستنیدو پر مهال چورلکې بیړنۍ ناسته کړې ده.
د ابراهیم رئیسي د روغتیایي حالت په اړه تر اوسه پورې معلومات په لاس کې نشته.