په ایران کې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو لست خپور شو.
د ایران د کورنیو چارو وزارت د جون په ۲۸ نیټه د ولسمشرۍ د څوارلسمې دورې د انتخاباتو لپاره د شپږو تنو کاندیدانو نومونه اعلان کړل. د ایران د پخواني ولسمشر محمود احمدي نژاد نوماندي د دریم ځل لپاره ونه منل شوه.
![په ایران کې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو لست خپور شو.](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/40fc/b2f5/8869/6666a3f0b3ffd.jpg?time=1722043564)
په ایران کې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو لست خپور شو.
د ایران د کورنیو چارو وزارت د جون په ۲۸ نیټه د ولسمشرۍ د څوارلسمې دورې د انتخاباتو لپاره د شپږو تنو کاندیدانو نومونه اعلان کړل. د ایران د پخواني ولسمشر محمود احمدي نژاد نوماندي د دریم ځل لپاره ونه منل شوه.
وروسته له هغې چې د اساسي قانون د ساتونکو شورا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ګډون لپاره د کاندیدانو نوملړ د کورنیو چارو وزارت ته واستاوه، د دې شورا له خوا د ۶ تنو د تایید شویو کسانو نوملړ اعلان شو.
د کورنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په پارلمان کې د تبریز استازي مسعود پزشکیان، د عدلیې او کورنیو چارو پخوانی وزیر مصطفی محمدي، د امنیت شورا پخوانی منشي سید جلیلي، د تهران ښاروال علي رضا زکاني، د غازیانو د وقف رئیس امیر حسین غازي زاده هاشمي او د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف نوماندي تایید شوې ده .
د ویلو ده چې د ایران د ولسمشرۍ لپاره ۷۴ تنو نوماندانو نوماندي رد شوې ده . پدې کسانو کې د ایران د پخواني ولسمشر محمود احمدي نژاد، د پارلمان پخواني مشر علي لاریجاني او د پخواني لومړي مرستیال اسحاق جهانګیري نوماندي هم رد شوې.