رئیسي : د شانګهای غړي‌ هیوادونه باید په خپلو منځونو کې په تجارت کې د خپلو ملي‌ پيسو نه کار واخلي

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي وویل چې "د ډالرو تسلط ماتولو لپاره چې د تسلط وسیله ګرځیدلې ده"  د شانګهای د همکارۍ سازمان  د غړو هیوادونو ترمنځ سوداګري باید په ملي اسعارو ترسره شي .

2006953
رئیسي : د شانګهای غړي‌ هیوادونه باید په خپلو منځونو کې په تجارت کې د خپلو ملي‌ پيسو نه کار واخلي

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي وویل چې "د ډالرو تسلط ماتولو لپاره چې د تسلط وسیله ګرځیدلې ده"  د شانګهای د همکارۍ سازمان  د غړو هیوادونو ترمنځ سوداګري باید په ملي اسعارو ترسره شي .

رئیسي‌ دا څرګندونې د شانګهای همکارۍ سازمان د مشرانو په غونډه کې چې د ویډیو کنفرانس له لارې د هند په کوربه توب جوړه شوې وه، وکړې.

رئیسي د شانګهای د همکارۍ سازمان د نهم غړي په توګه د خپل هیواد په رسمي ګډون د خوښۍ په څرګندولو سره هیله څرګنده کړه چې په دغه سازمان کې د ایران شتون به د ټولیز امنیت، دایمي پرمختګ او د غړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا لامل شي.

رئیسي د دې په ټینګار سره چې د شانګهای همکارۍ سازمان د هیوادونو ترمنځ سوداګري باید په ملي اسعارو ترسره شي، وویل:

"دا اوس په بشپړه توګه روښانه ده چې د ډالر تسلط د میلیتاریزم سره د لویدیځ د تسلط د سیسټم بنسټ ګرځیدلی دی.  د همدې امله  د یو عادل نړیوال سیسټم د جوړولو لپاره په باید دا تسط وسیله له منځه یوړ شي. په سیمه ایزو اړیکو کې باید پدې اړه جدي‌ هڅې وشي. د سازمان د غړو او سوداګریزو شریکانو ترمنځ سوداګري او په مالي تبادلو کې د ملي اسعارو د کارولو پراختیا باید په جدي توګه تعقیب شي.

رئیسي په خپلو خبرو کې په فلسطین کې د اسرائیلو بریدونو ته هم اشاره وکړه.

امریکا نن د جولای څلورمه د خپلې خپلواکۍ د سلمې کلیزې په لمانځلو سره د ډیرو هیوادونو خپلواکیو نه تیری کوي‌ او  ملتونو په تیره بیا د فلسطین د ستر ملت د خپلواکۍ له حق څخه انکار کوي.  نن ورځ د صهیونیسټي رژیم په جینین ښار د بریدونو سره ستر جنایتونه کوي. په ۱۹۴۸ کال کې د فلسطین په اشغال کې د جینین کمپ ماته د هغو دردناکو جنایتونو یادونه کوي چې تر سره شول."



اړوند خبرونه