د ایران ولسمشر : تورکيه زموږ دوست او ورور هیواد دى.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وويل چې تورکيه زموږ دوست او ورور هیواد دى. موږ له تورکیې سره د ګاونډيتوب تیرې د خپلوۍ اړيکې لرو."

2187975
د ایران ولسمشر : تورکيه زموږ دوست او ورور هیواد دى.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وويل چې تورکيه زموږ دوست او ورور هیواد دى. موږ له تورکیې سره د ګاونډيتوب تیرې د خپلوۍ اړيکې لرو."

مسعود پزشکیان په پلازمینه تهران کې د واک تر اخیستو وروسته په خپل لومړي خبري کنفرانس کې د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.

پزشکیان د تورکیې او ایران د اړیکو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل ،

"تورکیه زموږ دوست او ورور هیواد دی، موږ د ګاونډیتوب هغه خوا  د خپلوۍ اړیکې لرو، زموږ تر منځ پوله شتون لري، خو د پولې دغه اړخ او هغه  اړخ یو شان دی، زموږ عقیدې او کلتور یو له بل سره تړلي دي، موږ باید له تورکیې سره اړیکې خامخا پیاوړې کړو.

پزشکیان د دې په بیانولو سره چې له ګاونډیو سره د ښو اړیکو د لومړیتوب په اړه د پخواني حکومت تګلارې ته به خامخا دوام ورکړي. هغه  د دې پوښتنې په ځواب کې چې د تورکیې او ایران ترمنځ د بهرنۍ سوداګرۍ حجم ۳۰ میلیارد ډالرو ته د رسیدو لپاره څه پلان لري؟  ګډې پانګونې ته په اشارې سره وویل ،

"زموږ هیله دا ده چې په تورکیه او ایران کې نه یوازې په دغو دوو هېوادونو بلکې په پاکستان، افغانستان او د سیمې په نورو هېوادونو کې هم ګډې پانګونې وکړو."

د ایران ولسمشر زیاته کړه چې هغه به خامخا تورکیې ته سفر وکړي.

پزشکیان ، چې په خټه ترک دی ، د جولای په میاشت کې د ایران د ولسمشر په توګه وټاکل شو .



اړوند خبرونه