د ایران او پاکستان په پوله کې پر ایراني سرتیرو خونړی برید شوی
د ایران د سیستان بلوچستان ولایت په میرجاوه ولسوالۍ کې د ناپېژاندو وسله والو په په برید کې درې ایراني پوځیان وژل شوي دي.
2186777
د ایران د سیستان بلوچستان ولایت په میرجاوه ولسوالۍ کې د ناپېژاندو وسله والو په په برید کې درې ایراني پوځیان وژل شوي دي.
د ایران د رسمي خبري اژانس ایرنا د خبر له مخې، په موټر کې سپرو نامعلومو کسانو د پاکستان پولې تر څېرمه په میرجاوه ولسوالۍ کې د سرحدي ساتونکو پر موټر ډزې کړي دي.
خبر وایي په دغه برید کې ۳ تنه ایراني عسکر وژل شول او یو تن ملکي وګړی ټپي شوی دی.
د برید کوونکو د نیولو لپاره پراخه پلټنې پیل شوې دي.