ایران د فارس په خلیج کې په تیلو بار یوه کښتۍ برمته کړې ده
ایران په فارس خلیج کې د تیلو د قاچاق په تور یو ټانکر کښتۍ نیولې او ۱۲ تنه یې بندیان کړي دي.
1920653
ایران په فارس خلیج کې د تیلو د قاچاق په تور یو ټانکر کښتۍ نیولې او ۱۲ تنه یې بندیان کړي دي.
د ایراني رسنیو په وینا، د سپاه پاسداران ځواکونو هغه ټانکر کښتۍ برمته کړې ، چې په فارس خلیج کې یې ۳۳۰ زره لیټره قاچاقي تېل بار کړي وو.
په ټانکر کې سپاره ۱۲ کسان ونیول شول.
تر اوسه په رسمي توګه د دې موضوع د جزیاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.