د ایران لوی درستیزوالۍ د ولسمشر ابراهیم رئیسي د چورلکې د لویدو د تحقیقاتو لومړنۍ پایلې اعلان کړې

د ایران لوی درستیزوالۍ د هغو تحقیقاتو  لومړنۍ  پایلې خپرې کړې چې د ولسمشر ابراهیم رئیسي، د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او د هغه د ملګرو د سپرلۍ د چورلکې له سقوط وروسته پیل شوي دي.

2143771
د ایران لوی درستیزوالۍ د ولسمشر ابراهیم رئیسي د چورلکې د لویدو د تحقیقاتو لومړنۍ پایلې اعلان کړې

د ایران لوی درستیزوالۍ د هغو تحقیقاتو  لومړنۍ  پایلې خپرې کړې چې د ولسمشر ابراهیم رئیسي، د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او د هغه د ملګرو د سپرلۍ د چورلکې له سقوط وروسته پیل شوي دي.

د ایران لوی درستیز د حادثې د ابعادو او لاملونو د څیړلو د کمیسیون لومړنی راپور خپور کړ.

په راپور کې یادونه شوې چې د پيښې په اړه تخنیکي او عمومي معلومات او موندنې راټول او ارزول شوي او څرګنده شوې چې د ځینو ارقامو ارزولو لپاره نور وخت ته اړتیا ده.

په راپور کې ویل شوي چې چورلکې په ټاکل شوې مسیر روانه وه او د الوتنې مسیر يي نه وه بدل کړی  او پیلوټ له پيښې  څخه یو نیم دقیقه  مخکې د نورو دوو چورلکو له پیلوټانو سره اړیکه نیولې وه.

په ياد راپور کې ويل شوي، چې د لوېدلې چورلکې په ټوټو او پارچو  د مرمۍ او يا ورته کوم بهرني څيز نښه نه ده موندل شوې او يادونه شوې، چې له لوېدو وروسته په چورلکه کې اور لګیدنه رامنځته شوې ده.

په راپور کې ددې خبرې په ټینګار ویل شوي دي چې د پيښې د ځای صعب العبورۍ ، د هوا نامناسبو شرایطو او تورتم ددې لامل شوي ، چې د لټون او ژغورنې هڅې پر وړاندې خنډ رامنځته کړي . د پيښې ځای ته سهار سهار د ژغورنې ټیمونه رسیدلي دي.

راپور کې ویل شوي چې د الوتکې عملې سره د کنټرول ټاور د مرکو په جریان کې هیڅ ډول شکمن حالت ندی لیدل شوی.

ویل شوي چې د تحقیقاتو وروستۍ پایلې به د څیړنو له بشپړیدو وروسته شریکې شي.

د ایران ولسمشر ابراهیم  رئیسي د مې په ۱۹ مه د ایران او اذربایجان پر پوله د بند د پرانیستلو په مراسمو کې ګډون وکړ. د رئيسي چورلکه چې  د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او یو شمیر نورو  چارواکو هم ورسره ملګرتیا کوله  د بیرته ستنیدو پر مهال په یوې غرنیزه او صعب العبور سیمه کې ولویده.

د ویلو ده چې ایران ددې پیښې نه وروسته د لویدلې چورلکې د ځای د معلومولو په موخه د تورکیې او اروپا نه د مرستې غوښتنه وکړه. تورکیې سمدلاسه د ایران غوښتنې ته د ځواب په ورکولو سره د اقنجي په نامه بې پیلوټه الوتکه او د شپې د لید په سیستم سمبالې چورلکې په دنده وګمارلې.

د تورکیې د اقنجي بې پیلوټه الوتکې  د رئیسي لویدلې چورلکې ځای تثبیت او وروسته د ایراني مقاماتو سره شریک کړ.

کله چې د ایران د ژغورنې ډلې سیمې ته ورسیدې ولیدل چې د پیښې په ځای کې هیڅوک ژوندی ندی ژغورل شوی.

د ویلو ده چې پدې پیښه کې د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي سربیره د بهرنیو چارو وزیر امیر حسین عبداللهیان ، د تبریز والي، د تبریز د جمعې امام ، د سپاه پاسداران دوه قوماندانانو په ګډون ۷ تنو ژوند د لاسه ورکړ.

د ایران د مرحوم ولسمشر ابراهیم رئیسي جنازه پرون په مشهد ښار کې خاورو ته وسپارل شوه. همداشان د ایران د مرحوم ولسمشر د چورلکې د سقوط په اړه اوس هم د خلکو سره ډول ډول پوښتنې شتون لري.



اړوند خبرونه