په ایران کې د مظاهرو په تړاو یو بل کس هم اعدام شو.

ایران نن یو تن بل هم په دار وځوړو

1917622
په ایران کې د مظاهرو په تړاو یو بل کس هم اعدام شو.

په ایران کې د مظاهرو په تړاو یو بل کس هم اعدام شو.

د ایران د میزان خبري اژانس د راپور له مخې د ایران د قضائیه قوې  په مشهد ښار کې د مظاهرو په ترڅ کې  د سپاه پاسداران اړوند د بسیج ځواکونو د غړیو هر یو حسین زینل زاده او دانیال رضازاده  په وژلو او څلورو تنو نورو د ټپي کیدو په تور تورن مجید رضا رهنورد اعدام کړ.

د ویلو ده چې مجید رضا رهنورد  په عام محضر کې په دار وځوړول شو.

په ایران کې د اخلاقو د پولیسو لخوا د یوې ځوانې ښځې د توقیفولو او په توقیف خانه د  د کوما نه وروسته په روغتون کې د ساه ورکولو نه وروسته د پيل شوو مظاهرو په تړاو کې څه باندې ۳ میاشتې دوام وکړ تر اوسه پورې ۱۱ تنه د اعدام په سزا محکوم شوي دي.

ایران د نوموړو کسانو نه یو تن تیره اونۍ په دار وځوړو او بل يي پرون په دار وځوړو.

په داسې حال کې چې په هېواد کې دننه او بهر د مظاهرو په تړاو د اعدام د سزا په اړه غبرګونونه راپارېدلي، ملګرو ملتونو د شکاري اعدام غندنه وکړه او د ایران د حکومت نه د اعدامونو د لړۍ د درولو غوښتنه وکړه.


پيوندونه: #اعدامونه , #ایران

اړوند خبرونه