د پاکستان د جمعیت علماء اسلام مشر مولانا سمیع الحق ووژل شو.
د پاکستان د جمعیت علماء اسلام مشر مولانا سمیع الحق ووژل شو.
د پاکستان نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې د پاکستان د جمعیت علماء اسلام د ډلې مشر مولانا سمیع الحق په یو وسله وال برید کې ووژل شو.
د پاکستان مذهبي مشر او پخوانی سناتور مولانا سمیع الحق په راولپنډۍ ښار کې وژل شوی دی.
د پاکستان جمعیت علماء د پیښور د څانګې مشر مولانا حصیم د مولانا سمیع الحق د وژل کیدو پخلی کړی دی.
د مولانا زوی خبري رسنيو ته ويلي چې پلار يي په راولپنډې کې په خپل کور کې په خپله خونه کې وژل شوی دی.
هغه خبري رسنيو د ټيليفون له لاري ويلي دي چې پلار يي اسلام آباد ته په مظاهره کې د ګډون په خاطر روان وو خو د لارې د تړل کيدو له امله بيرته کورته راستون شوی وو.
هغه ويلي دي چې د مولانا ساتونکی د ۱۵ دقيقو لپاره بهر تللی وو . کله چې کور ته راستون شوی وو په کوټه کې مولانا په وينو کې ډوب ليدلی وو.
د مولانا زوی ويلي دي چې په پلار يي د چړو بريد شوی دی. هغه ويلي دي ساتونکي مولانا سخت ټپي موندلی وو چې د روغتون په لاره کې ساه ورکړې وه.