ایران : امریکا د ایران پر وړاندې رواني جګړه کوي

ایران  د امریکا  د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو لخوا  د نوموړي هیواد په اړه کړو وروستیو څرګندونو ته  ځواب ووایه.

1078563
ایران : امریکا د ایران پر وړاندې رواني جګړه کوي

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند  بهرام قاسمي  د ایران په اړه د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر  د څرګندونو نه  عامیانه، ناخوښو او فریب ورکوونکو  څرګندونو په توګه یادونه کړې.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند قاسمي  د وزارت په رسمي پاڼه کې  په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې امریکا غواړي د ایران په مقابل کې  رواني  جګړه وکړي.

هغه ویلي دي چې  د ایران د اقتصاد په اړه د مایک پومپیو څرګندونې ډیرې عامیانه، فریب ورکوونکې  او د حقیقت نه لرې  ناخوښې څرګندونې دي. دا ټولو ته معلومه ده چې  دا د ایران په مقابل کې د امریکا لومړنی پلان  ندی.

قاسمي ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې  د ایران اقتصاد د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې سره سره  ۸ سلنه وده کړې ده .

هغه ویلي دي چې  د امریکا لخوا پر ایران  په   لګول شوو بندیزونو نړۍوالې ټولنې ډیر سخت غبرګون ښودلی دی  او پر دې هیواد يي سختې نیوکې کړي دي.  امریکا غواړي چې  ددې ډول  څرګندونو سره   پدې غبرګونونو  پرده وغوړوي. امریکا  د ایران په مقابل کې په رواني جګړې پیل کړی دی. دا  لومړی ځل ندی چې امریکا  د ایران په مقابل کې  دا ډول خطاګانې کوي. امریکا  د تیرو ۴۰ کلونو راهیسې د ایران په مقابل کې  ورته خطاګانې کوي او هر ځل  د ماتې سره مخامخیږي.

د ویلو ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو  تیره ورځ  ویلي وو چې  د امریکا  لخوا پر ایران  د لګول شوو بندیزونو له امله  ددې هیواد اقتصاد  د پام  وړ ضعیفه شوی او په سیمه کې د تهران  اغیزې  ډیرې زیاتې کمي شوي دي.



اړوند خبرونه