ایران  امریکا  او اسراییلو  ته  ډیر سخت ګواښ وکړ.

ایران د اهواز د برید پړه پر امریکا اچولې ده

1055800
ایران  امریکا  او اسراییلو  ته  ډیر سخت ګواښ وکړ.

 

د ایران د انقلاب ساتوونکو ځواکونو  یو تن مهم چارواکي  حسین سلامي  د اهواز د خونړي برید پړه پر امریکا  او اسراییلو  واچوله. هغه  امریکا او اسراییل  په ډیر سخت غچ اخیستو  وګواښل.

هغه وویل  ( ډیر سخت  او  ړنګوونکي  انتقام ته  تیار اوسئ ).

حسین سلامي  د اهواز په پیښه کې د وژل شوو کسانو لپاره  جوړ شوې  د جنازې د مراسمو نه مخکې  په خپله وینا کې وویل « د اهواز د خونړي ترهګریز برید تر شا د امریکا  او اسراییلو  لاس  دی. لکه څرنګه چې مو  پخوا  زمونږ د انتقام  مزه  څکلې  او ښه پرې پوهیږۍ  په خپلو کړنو به  پښیمانه شۍ. د ډیر ړنګوونکي انتقام لپاره  تیاری ونیسي . »

د یادولو وړ ده چې  د ایران ولسمشر حسن روحاني  د برید نه سمدلاسه وروسته  د نوموړي خونړي برید پړه پر امریکا  اچولې وه. روحاني ویلي وو چې  برید د امریکا په تشویق  او هڅونې شوی دی. برید کوونکو ته  پلان او تجهیزات امریکا  برابر کړي وو.

د ویلو ده چې ایراني چارواکیو د نوموړي برید پړه پر سعودي عربستان هم  اچولې وه.

امریکا متحده ایالتونو بیا پدې برید کې  هر ډول لاس لرل په کلکه توګه رد کړي دي او ویلي دي چې  که چیرې ایران غواړي چې ددې پیښې مسئول پیدا کړي  لومړی باید ځان په آینه کې ننداره کړي.

د بله پلوه  د ایران استخباراتو  د تیرې خالي ورځې د برید په تړاو  د یوې لویې شبکې د نیولو خبر ورکړی دی.

د برید مسئولیت  د اهواز د بیلتون غوښتونکې ډلې سربیره  د داعش ترهګرې ډلې هم  په غاړه اخیستی دی.

داعش  بیا  ددې برید د برید کوونکو انځورونه هم  خپاره کړي دي.



اړوند خبرونه