په کوټه کې په مسیحي ډلې خونړی برید وشو
د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه ښار کې د کلیسا په مخکې په مسیحي ډلې وسله وال برید وشو.
د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه ښار کې د کلیسا په مخکې په مسیحي ډلې وسله وال برید وشو.
د ترلاسه شوي رپوټ له مخې دوو تنو موټر سایکل سپرو برید کوونکو تیره ورځ د ایسا نګري په سیمه کې د یوې کوچنۍ کلیسا په مخکې په یوې ډلې مسیحیانو چې په کلیسا کې د عبادت کولو نه وروسته د کورونو پر لورې روان ول ډزې وکړې.
په پیښه کې دوه تنه مړه او درې تنه نور ټپیان شول.
د سیمې یو تن پولیس عطاالله شاه خبري رسنیو ته ویلي دي چې پدې پیښه کې دوه تنه مړه او درې تنه نور ټپیان شوي دي. د ټپیانو نه یوه کوچنۍ انجلۍ او دوه تنه ښځې دي.
د پیښې نه وروسته د سیمې مسیحیانو په مظاهرې لاس پورې کړ.
د سیمې پولیسو د پیښې په اړه تحقیقات پیل کړي دي. د بلوچستان لومړي وزیر دا برید په کلکو ټکو وغنده او ژمنه وکړه چې هر څه ژر به برید کوونکي ونیول شي او د قانون منګولو ته به وسپارل شي.
د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی. په پاکستان کې وخت نا وخته په لږه کیو بریدونه کیږي.