ایران : د اسرائیلو اټومي ګواښ د سیمې هیوادونه دې ته اړ کړي چې د خپلو اټومي وسلو په اړه بیاکتنه وکړي.
د ایران د بهرنیو اړیکو د ستراتیژیکو شورا منشي عباس عراقچي ویلي، د اسرائیلو له خوا رامنځته شوی اټومي ګواښ به د سیمې هیوادونه دې ته اړ کړي، چې د خپلو اټومي وسلو په اړه بیاکتنه وکړي.
![ایران : د اسرائیلو اټومي ګواښ د سیمې هیوادونه دې ته اړ کړي چې د خپلو اټومي وسلو په اړه بیاکتنه وکړي.](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/ef10/283c/c82f/66542b50a1efa.jpg?time=1722046200)
د ایران د بهرنیو اړیکو د ستراتیژیکو شورا منشي عباس عراقچي ویلي، د اسرائیلو له خوا رامنځته شوی اټومي ګواښ به د سیمې هیوادونه دې ته اړ کړي، چې د خپلو اټومي وسلو په اړه بیاکتنه وکړي.
د ایران د رسمي خبري اژانس ایرنا د خبر له مخې، د دیني مشر ایت الله علي خامنه اي د بهرنیو اړیکو د ستراتیژیکو شورا عمومي منشي عراقچي پرون په قطر کې د الجزیرې په فورم کې «له الاقصی سیلاب وروسته په منځني ختیځ کې بدلونونه» تر سرلیک لاندې جوړ شوی وو، خبرې وکړې. "
عراقچي په خپلو خبرو کې د دې په بیانولو سره چې ایران د فلسطین او اسرائیلو تر منځ د دوو دولتونو د حل مخالف دی، وویل، د ایران د حل لاره د یو واحد هیواد پر بنسټ ولاړه ده چې په فلسطین کې د مسلمانانو، یهودانو او مسیحیانو ترمنځ د ټولپوښتنې له لارې رامنځته شي.
عراقچي په سیمه کې د اسرائیلو لخوا د اټومي وسلو ستونزې او د اسرایئلو د ځینو چارواکو لخوا د اټومي وسلو کارولو ګواښونو ته په اشارې سره وویل: "اسرائیل نه دا ردوي او نه یې تاییدوي چې دا اټومي وسلې لري او په دې مسله کې یې ستراتیژیک ناڅرګندتیا غوره کړی. خو په غزه کې د اتو میاشتو مقاومت وروسته اسرائیل "داسې ښکاري چې اوس د ستراتیژیک ناڅرګندتیا له دې چوکاټ څخه وتلې ده."
عراقچي دې ته په اشارې سره چې د تل ابیب ادارې د ډله ایزو وژنو د وسلو د کارولو په اړه څرګندونې کړې دي او دا چې د اسرائیلو اوسنۍ اداره دا وړتیا لري، زیاته کړه: د اسرائیلو اټومي ګواښ به په سیمه کې امنیتي معادلات بدل کړي او نور هیوادونه به دې ته اړ کړي چې په خپلو اټومي وسلو موقفونو باندې بیا کتنه وکړي.
د ایران دیني مشر خامنه اي د ۲۰۰۰ لسیزې په لومړیو کې یوه فتوا صادره کړه چې د له مخې د اټومي وسلو پراختیا یا کارول یې منع کړل.
د اپریل په لومړۍ نیټه په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د اسرائیلو له برید وروسته، د دغه هیواد ځینو سیاستوالو ادعا وکړه چې د خامنه ای په فتوا کې بدلون راتلای شي او ایران هم کولای شي اټومي وسلې تولید کړي.
د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر رافیل ماریانو گروسي اعلان وکړ چې تهران په کافي اندازه غني شوي یورانیم لري چې که وغواړي څو اتومي بمونه جوړولی شي.