ملاله یوسفزۍ د نږدې شپږو کلونو نه وروسته پاکستان ته راستنه شوه.
ملاله یوسفزۍ د اوږدې مودې وروسته خپل هیواد ته ستنه شوه
ملاله یوسفزۍ د نږدې شپږو کلونو نه وروسته پاکستان ته راستنه شوه.
د پاکستان نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې ملاله یوسفزۍ د خپلې کورنۍ سره یو ځای تیره شپه په یوې ځانګړې الوتکه کې د پلازمینې اسلام آباد د بینظر په نړۍوال هوایي ډګر کې ښکته شوه.
د نوبل د جایزې ګټوونکې یوسفزۍ نږدې شپږ کاله وروسته خپل هیواد پاکستان ته ستنه شوه.
د ویلو ده چې نږدې شپږ کاله مخکې د طالبانو په خونړي برید کې سخته ټپۍ شوه چې وروسته د تداوۍ په موخه انګلستان ته یوړل شوه.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې ملاله به څلور ورځې په پاکستان کې پاتې شي.
هغه به پدې څلورو ورځو کې د لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي سربیره د یو زیات شمیر مهمو شخصیتو او مقاماتو سره لیدنې وکړي.
همداشان ملاله به د لومړي وزیر لخوا د هغه په ویاړ د صدرات په ماڼۍ کې په جوړیدونکې ځانګړي پروګرام کې برخه واخلي.
د بله پلوه اسلام آباد ته د ملالې یوسفزۍ د راتګ سره سم ډیر کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي.
اړوند خبرونه
په ایران کې د ټرافیکي پیښې له امله په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
د ایران په یزد ښار کې د یوه بس د چپه کېدو له امله ۱۰ تنه مړه او ۳۶ نور ټپیان شوي دي.