ایران  امریکا  متحده ایالتونو  ته  ډیر سخت  خبرداری  ورکړ.

ایران : امریکا په افغانستان کې داعش ترهګره ډله ځای په ځای کوي

902142
ایران  امریکا  متحده ایالتونو  ته  ډیر سخت  خبرداری  ورکړ.

ایران  امریکا  متحده ایالتونو  ته  ډیر سخت  خبرداری  ورکړ.

ایران ویلي دي یا امریکا  باید  پخپله خوښه  د سوریې نه بهر شي او که نه وي  د څپیړې په زور سره به يي وباسو.

د ایران  دیني  مشر ایت الله علي خامنه يي سر سلاکار علي اکبر ولایتي  په سوریه کي د امریکا متحده ایالتونو د عسکري موجودیت په اړه ویلي دي « امریکا یا باید پخپله خوښه  د سوریې  د خاورې نه  بهر شي او که نه وي  د څپیړۍ  د زور سره به يي  بهر کړو.»

هغه  دا څرګندونې  د نوموړي هیواد تر ټولو  په دویم  لوی  ښار مشهد کې  د فلسطین نه په ملاتړ جوړ شوي کنفرانس ته وینا وکړه.

هغه وویل چې امریکا  د سوریې د ویشلو  هڅه کوي  خو  هیڅکله به هم  بریالی نشي.

ولایتي  وویل لکه څرنګه چې امریکا  د عراق د ویشلو په اړه  هلې ځلې ناکامې شوې همداشان  په سوریه کې به هم  ناکام  شي. امریکا  نن وي او که  سبا  د سوریې نه باید ووځي. که چیرې پخپله خوښه دا کار ونکړي  د څپیړې  په زور سره  به يي وباسو.

ولایتي  امریکا  د داعش  ترهګره ډله  د افغانستان په خاوره کې په ځای په ځای کولو  تورنه کړه. هغه وویل که چیرې ایران  په افغانستان کې  د داعش ترهګرې دلې په ځای په ځای کولو سترګې پټې کړي  دا  د ایران لپاره تر ټولو  ستر ګواښ  دی. ځکه چې ایران د افغانستان سره  ۹۰۰ کیلومتره  ګډه پوله لري.



اړوند خبرونه