پاکستاني طالبانو د پخوانۍ لومړۍ وزیرې په وژلو اعتراف وکړ

پاکستاني  طالبانو  د پاکستان د پخوانۍ لومړۍ وزیرې بینظیر بهتو د وژلو مسئولیت  په غاړه واخیست.

890231
پاکستاني طالبانو  د پخوانۍ لومړۍ وزیرې په وژلو اعتراف وکړ

پاکستاني  طالبانو  د پاکستان د پخوانۍ لومړۍ وزیرې بینظیر بهتو د وژلو مسئولیت  په غاړه واخیست.

تحریک طالبان پاکستان  په خپور کړي نوي کتاب کې  د بینظیر بهتو په وژلو اعتراف کړی دی.

د تحریک طالبان پاکستان  د مشرانو نه  ابو منصور عاصم مفتي نور ولي  لخوا لیکل شوی  « د انګلستان د مستعمره نه  تر امریکا د امپریالیزمه  په شمالي وزیرستان کې د مشهد انقلاب »  تر نامه  په چاپ شوي کتاب کې  د پخوانۍ لومړۍ وزیرې په وژلو  اعتراف کړی دی.

په کتاب کې ددې خبرې په ټینګار ویل شوي دي چې تحریک طالبان پاکستان  د پخوانۍ لومړۍ وزیرې بینیظیر بهتو د وژلو دنده  د بلال او اکرام الله په نامه  دوه تنه ځانمرګیو برید کوونکو ته  ورکړې وه.

په کتاب کې ویل شوي دي چې  د ځانمرګیو برید کوونکو نه  بلال  لومړی په بینظیر بهتو  ډزې وکړې او وروسته  د ځان پورې تړلي چاودیدونکي توکي  وچول. دویم  برید کوونکی  اکرام الله  د پيښې د ځای نه په تیښته بریالی شو  او تر اوسه پورې  نیول شوی ندی.

په کتاب کې ویل شوي  دي چې  د پاکستان د پخوانۍ لومړۍ وزیرې بینظیر بهتو د مرګ  امر  د تحریک طالبان پاکستان  د پخواني مشر بیت الله  مسحود ورکړی وو. بهتو د ۲۰۰۸ کال  په ټاکنو کې د ګډون په خاطر  د متحده عربي اماراتو نه  پاکستان ته راستنه شوې وه. هغه  د ۲۰۰۷ کال  د دسمبر په ۲۷ مه نیټه  د پاکستان د راولپنډۍ په ښار کې  د ټاکنیز کمپاین په ترڅ کې په جوړه شوې  لویه غونډه کې  ووژل شوه.



اړوند خبرونه