په ایران کې دوه ریل ګاډو ټکر وکړ.
په ایران کې د دوو ریل ګاډو د ټکر له امله ۲۳ تنو ته مرګ ژوبله واوښته
617499
په ایران کې دوه ریل ګاډو ټکر وکړ.
د ایران د سمنان د ښار په مربوطاتو کې د ریل ګاډو د هفت خوان په تم ځای کې دوه ریل ګاډو ټکر وکړ چې له امله يي ۸ تنه مړه او لږ تر لږه ۱۵ تنه نور ټپیان شوي دي.
د ایران د فارس خبري اژانس د سمنان د ولایت د ژغورنې د ډلو د مرستیال له قوله لیکلي دي چې د پيښې نه وروسته د واورو او یخبندانونو له امله ژغورنې ډلې په ډیره سخته د پیښې ځای ته ورسیدې.
هغه ویلي دي چې پدې پیښه کې ۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی او ۱۵ تنه نور ټپیان شوي دي.
ټپیان د سمنان ولایت روغتون ته انتقال شوي دي.
د پیښې لامل ناڅرګند دی.