هندي سرتیرو یو ځل بیا په پاکستان ډزې وکړې

د هند او پاکستان په پوله کې په نښته کې  لږ تر لږه ۲ تنه پاکستانیان مړه  او ۷ تنه نور ټپيان شوي دي.

595738
هندي سرتیرو یو ځل بیا په پاکستان ډزې وکړې

د هند او پاکستان په پوله کې په نښته کې  لږ تر لږه ۲ تنه پاکستانیان مړه  او ۷ تنه نور ټپيان شوي دي.

د کشمیر د کنټرول په کرښه کې د پاکستاني او هندي سرتیرو ترمنځه په نښته کې  دوه تنه پاکستانیانو ژوند د لاسه ورکړی  دی.

په وژل شوو پاکستانیانو یو تن ماشوم  دی.

د پاکستان  د پوځ لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې  د کشمیر د کنټرول په لیکه کې  د سیالکوټ په سیمه کې د هندوستان لخوا په ترسره شوو ډزو کې  ۲ تنه مړه  او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي. په خبرپاڼه کې راغلي دي چې  هندي سرتیرو پرته د کوم لامل نه  ډزې کړي دي.

د وژل شوو دوو تنو نه یو تن يی یونیم کلن ماشوم دی. په خبرپاڼه کې راغلي دي چې پاکستاني سرتیرو هم  د هندي سرتیرو د ډزو په مقابل کې ځوابي ډزې کړي دي.

هند حکومت  د مسلې په اړه لا تر اوسه څه ندي ویلي.



اړوند خبرونه