اسراییلو د بهرنیو چارو وزارت خپلو کارکوونکو ته فارسي ژبه زده کوي
د اسراییلو د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند دې څرګندونو د ایران سخت غبرګون پارولی دی .
اسراییلو د بهرنیو چارو وزارت د خپلو کارمندانو لپاره د فارسي ژبې کورسونه پرانیستي دي.
د اسراییلو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند پاول هیرسکوسون د فارسي ژبې د کورسونو په اړه وویل ، ددې په هیله چې یو ورځ په تهران کې د اسراییلو سفارت په فعالیت پیل وکړي.
د اسراییلو د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند دې څرګندونو د ایران سخت غبرګون پارولی دی .
د ایران ولسي جرګې د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمیسیون ریس الاوالدین بوروجردي د دولتي تلویزیون سره په مرکه کې د اسراییلو د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند د څرګندونو په ځواب کې وویل چې ، ستاسې دا هیله او ارمان به هیڅکله هم پر ځای نشي .
نوموړي زیاته کړه چې انشاالله یو ورځ به ایران پداسې یو فلسطین هیواد کې چې تر څنګ يي د اسراییلو په نوم څوک شتون ونلري سفارت پرانیزي.
د اسراییلو د بهرنیو چارو وزارت خپلو کارمندانو ته د فارسي ژبې په زده کولو پیل کړی دی .
اړوند خبرونه
په ایران کې د ټرافیکي پیښې له امله په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
د ایران په یزد ښار کې د یوه بس د چپه کېدو له امله ۱۰ تنه مړه او ۳۶ نور ټپیان شوي دي.