د تورکیې د جغرافیې راجستر شوي توکي
د تورکیې د جغرافیې راجستر شوي توکي
![د تورکیې د جغرافیې راجستر شوي توکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/8ed3/02dd/ff44/664b65bef1358.jpg?time=1719346296)
پدې خپرونه کې تاسې ته انتالیا پياز په نامه د یو ډول ځانګړې سلاتې په اړه معلومات درکوو چې د تورکیې د جغرافیې په راجستر شوو توکو کې ځای نیولی دی. د ویلو ده چې په تورکیه کې یو زیات شمیر نور ډولونه د پياز سلاته هم شتون لري خو د انتالیا ولایت د پياز سلاته ځانګړی شهرت لري. هیره دې نشي چې دا سلاته لکه څرنګه چې نوم پياز دی یواځې د پیاز نه نه جوړیږي. دا سلاته په اصل کې د سپینو لوبیا نه جوړیږي.
د انتالیا ولایت د پياز په نامه د دې ځانګړې سلاتې شهرت د تورکیې د پولو نه وتلی او نړۍ یو زیات شمیر سیمو ته رسیدلی دی. د انتالیا پیاز سلاته ، انتالیا ولایت د سوداګرۍ خونې د غوښتنلیک په اساس چې په ۲۰۱۷ کال کې د تورکیې د جغرافیې له پلوه د راجستر شویو محصولاتو په لست کې شامل شو. انتالیا ولایت د تورکیې د ګرځندوی پلازمینې په توګه یادیږي . د انتالیا پياز سلاته نه یواځې د ځايي خلکو بلکې د بهرنیو میلمنو او سیلانیانو تر ټولو د خوښې وړ خوړو په سر کې قرار لري.
د انتالیا پیاز سلاته یو ډول ساس لرونکي سلاته ده چې جوړول يي لږ لږ مهارت غواړي.
د انتالیا پياز سلاتې د جوړولو لپاره لازم مواد عبارت دي د سپین لوبیا ، هوږه، د ډبرې مالګه، لیمو ، سرکه، روميان، پیاز، هګۍ، جعفریه ،د زیتون غوړي او تر ټولو مهم د کنجدو شیره یا طحین .
د انتالیا پیاز سلاتې د جوړولو لپاره، لومړی سپین لوبیا د شپې څخه تر سهار پورې د خونې په تودوخې کې په مالګیو اوبو کې خیشته کیږي.
وروسته خیشته کړي لوبیا په یو دیګ بخار کې اچول کیږي او د پاسه يي دومره اوبه اچول کیږي چې لوبیا پکې پټ شي. د لس یا ۱۵ دقیقو لپاره لوبیا ته په دیګ بخار کې جوش ورکول کیږي تر څو ښه نرم شي. خو لوبیا باید ډیر زیات نرم هم نشي .
کله چې لوبیا پاخه شول لوبیا په یو بل جلا دیګ کې راویستل کیږي.
همداشان درې قاشقې لوبیا په بلنډر کې اچول کیږي. د پاسه يي یوه یا دوه پلی هوږه، لږه د ډبرې مالګه، نیم ګیلاس سرکه، نیم دانه د لیمو اوبه او یو ګیلاس طحین او څلورمه برخه د یو ګیلاس زیتون غوړي او هګۍ . دا ټول ښه بلنډر کیږي تر څو ساس ترینه جوړ شي.
همداشان وروسته په یو کاسه کې لومړی جوش کړي لوبیا اچول کیږي او بیا د پاسه يي دا ساس اضافه کیږي. وروسته ښه سره مکس کیږي.
همداشان یو دانه پیاز حلقه حلقه پرې کیږي. همداشان یو دانه رومي بانجان هم لکه د پرې کیږي . جعفریه هم پرې کیږي. هګۍ جوش کیږي.
وروسته په یو جلا غوري کې لومړی د ساس سره مخلوط شوی لوبیا اچول کیږي. د پاسه يي حلقه حلقه پرې شوي پیاز او بیا شاوخوا يي پرې شوي رومیان ځای په ځای کیږي. پاسه يي جوش وې هګۍ حلقې ایښودل کیږي او د پاسه يي بیا میده شوې جعفریه شیندل کیږي. د ټولو د پاسه بیا د زیتونو غوړي ګرځول کیږي.
وروسته نوش جان کیږي.