د ورخنۍ اجنډا تحلیل

د ورخنۍ اجنډا تحلیل

2071084
د ورخنۍ اجنډا تحلیل

 

که اسرائیل د غزې په جګړه کې بریالی هم شي  خو بیا د دې جګړې بایلونکی پخپله اسرائیل  دی. اسرائیل د خپل تاسیس د تاریخ نه تر ننه پورې تر ټولو یو ستر فرصت ترلاسه کړی وو چې د اکټوبر له اوومې وروسته د غزې پر وړاندې د سختو بریدونو  له امله، یا خو ددې تاریخي فرصت نه استفاده ونه شوه کولی او یا خو يي په قصدي ډوله ونه غوښتل چې استفاده ترینه وکړي. د همدې امله اسرائیل د ۱۹۴۸ کال راهیسې نن ورځ د لومړي ځل لپاره  د انتولوژیک یا موجودیت د فلسفې له د  امنیتي بحران د یو ژور بحران سره مخامخ دی.

 

د تورکیې د سیاسي اقتصادي او ټولنیزو مطالعاتو د بڼسټ ( سیتا ) د امنیتي څیړونو مشر پروفیسور ډاکټر مراد یشیل تاشې د موضوع په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته رااړوم.

 

اسرائیل د اکټوبر له اوومې وروسته په یو زیات شمیر ډګرونو او جبهو کې د ماتې سره مخامخ شوي او بایلوونکی  هیواد باندې بدل شوی چې  په راتلونکو کلونو کې مجبور دی چې پدې ډول خپل شتوالي ته دوام ورکړي. د اکټوبر د اوومې د ستراتیژیکو پایلو یوه او د ټولو مهمه له امنیت سره تړاو لري.

له پوځي نظره، د اسرائیل امنیتي نظریه څلور ستنې لري. په دې کې تر ټولو مهم پوځي دفاعي پياوړتیا او طاقت دی. دا قوت د هیواد  د دفاع په وړاندې ترټولو مهمه وسله ده. د اکټوبر د اوومې حملې او د جګړې د دوام په برخه کې د اسرائیلي پوځ کمزورتیا د دې لامل شوه چې د دې هیواد دفاعي پیاوړتیا تر پوښتنې لاندې راولي . بل مهم عنصر پیش بیني او خبرداري سیستم دی. د ویلو ده چې پیش بیني  او خبرداري سیستم په اصل کې  د یو هیواد د ټولو استخباراتي وړتیاو په برکت، د دښمن د عمل  او اقدام په اړه دمخه  خبر ترلاسه کولو پورې اړه لري. د اکتوبر ۷ ښیي، لکه د ۱۹۷۳ کال په څېر، د اسرائیلو د خبرداري وړتيا دوره پیاوړې او قوي نده لکه څومره چې دوې يي تعریف او توصیف کولو. د اسرائیلو د امنیتي دوکتورین یا د اصولو بل  مهم عنصر دفاعي سیستمونه دي.

دفاع د هغو وړتیاوو له مجموعې څخه جوړه ده چې اردو ته دا توان ورکوي چې د لومړني ځواک په توګه په داسې حالت کې دفاع وکړي چې خبرداري کار نوي کړی  او برید واقع کیږي. د اکټوبر په اوومه د اسرائیلو پوځ نه یوازې دا چې خپله دفاعي دنده سرته ونه رسوله، بلکې د یوه رښتیني پوځ په څېر یې په غزه کې جګړه هم له ستونزو سره مخ کړه.

 د امنیت د اصولو څلورم ستون مطلق بریا ده. مطلق بریا یو بې دلیله نظامي بریا ته اشاره کوي چې د دښمن لپاره بیا تنظیم او برید کول ناممکن کوي. که څه هم په غزه کې د اسرائیلو د جګړې ستراتیژیک هدف د حماس له منځه وړل اعلان شوي دي، خو  داسې ښکاري چې دا به ګرانه وي او حتا ناممکنه وي. له همدې امله، د نتانیاهو ادارې د " بشپړ لمنځه وړو" د ستراتیژۍ په اړه  خپله تګلاره بدله کړې او هدف یې د حماس  کمزوري کول کړي دي.

 

د دودیزې جګړې او د جګړې چاپیریال کې بدلون او د جګړې د لوبغاړو او ماهیت د بدلون له امله رامینځته شوي نوي تحرک په دې اړه پوښتنې راپورته کوي چې ایا د اسرائیل پیاوړې پوځي دفاعي سیستم  به واقعیا په راتلونکي مینځني ختیځ کې کار وکړي او که نه.

د اسرائیلو تلفات یوازې د پوځي تلفاتو پورې محدود نه دي. د یو هیواد اساسي عناصر لکه منافع او ډار چې د دنیوي او عقلاني بڼسټونو پر ځای د دیني او مذهبي بڼسټونو څخه تغذیه کیږي دا ممکنه نه ده چې  هغه په نړیوالو اړیکو د یو عادي غړي په توګه چلند وکړي.

 د بېلګې په توګه داعش ددې تر ټولو ښه  مثال دی. داعش ترهګرې منافع هم ډار نه تغذیه کیدې.  کومې سیمې چې به يي ونیولې هلته يي د دین پر نامه داسې ډار خورو چې بل چا د بل څه ویلو جرئت هم نشو کولی. نوموړي هیڅډول اصولو ته ژمن نه وو او ندي.

 پر غزې د اسرائیلو بریدونه چې د جګړې له قوانینو سره سمون نه خوري، اسرائیل په داسې دولت بدل کړی چې له نړیوالو قوانینو بهر عمل کوي. د اکټوبر له اوومې وروسته د غزې نسل وژنه په ښکاره ډول د دې لامل شوه چې اسرائیل په یوه قاتل  هېواد بدل شي. په داسې حال کې چې دا وضعیت یوه تاریخي تراژیدي ده، دا به هم په راتلونکي کې د اسرائیلو د نړیوال شهرت یوه نه بېلېدونکې برخه وي.

دا حقیقت چې جګړه د نتانیاهو حکومت او د جګړې ملاتړو لخوا بې شمیره ځله د مذهبي حوالو سره ورته د مشروعیت ورکولو هڅه شوې ده  خورا ژوره ستونزه څرګندوي. د اسرائيلو تش په نامه سيکولر سياسي رژيم له تشو شعارونو پرته بل څه نه دي.

له بده مرغه دا ثابتوي چې اسرائیل یو موعود باوره یهودي هیواد دی. د پایلې په توګه، د غزې جګړه د دې لامل شوه چې اسرائیل د یو افراطي هیواد په توګه وپیژندل شي چې نشي کولی ځان د نړیوالو قوانینو قواعدو ته پابند کړي او جګړه مذهبي کړي. په حقیقت کې په نړیواله کچه د فلسطین په ملاتړ د اسرائیلو ضد مظاهرې د دې لامل شوې چې اسرائیل په نړیواله کچه انزوا شي.

د اسراییلو لپاره یو بل زیان، د یو افراطي دولت په توګه چې د قواعدو پابند نه دی او د خپلو اعمالو ته درناوي کوي . دا ددې لامل کیږي چې حتا خپله ټولنه هم د لاسه ورکړي.

د اکتوبر د اوومې بریدونو او عملیاتو  په اسرائیل کې یواځې د دولت په توګه نه بلکې د ټولنې په توګه يي هم ورته  پر امنیت باور ګډوډ کړی دی. د بله پلوه دې بریدونو ته د هولوکاسټ چوکاټ ورکول پدې هیواد کې بې باوري او ټولنیزیو اندیښور ژورورلو ته خدمت کړی دی.  د ویلو ده چې د نوموړو بریدونو او عملیاتو په وړاندې د اسرائیلو ډیر ظالمانه او وحشیانه چلند او نسل وژنې ترسره کولو  د نړۍ په کچه د اسرائیلو ضد احساسات نور هم پراخ او پیاوړي کړي. ددې ترڅنګ  د یهودانو ټولنه په نړیواله کچه په یوې ستونزمندې ټولنې بدله کړې ده. د دې وضعیت مسئول پخپله د اسرائیلو حکومت دی. د پایلې په توګه، دا په داسې یو هیواد بدل شوی چې د خپلو کړنو له امله د خپلې ټولنې اندیښنې ژورې کړي، د هغه هیواد په پرتله چې د خپلې ټولنې اندیښنې حل کړي.

 

په دې وخت کې یو بل مهم زیان دا دی چې اسرائیل به په یو داسې هیواد بدل شوی چې په تدریجي ډول له ډیموکراټیکو کړنو څخه لیرې کیږي او د افراطیت په محور کې واکمن کیږي. په هغه هیواد کې چې د سیاسي بنسټیز محرک په دوامداره توګه له نورو څخه  ځان لوړ بولي ، هیڅډول اصولو ته ژمن نوي ، دلته د سیاست او ټولنې عادي کول ممکن نه دي. هغه پروسه چې اسرائیل به د اکتوبر له اوومې وروسته تجربه کړي همدا ده. په دې برخه کې، اسرائیل سیاسي ژوند به ډیر افراطي شي، سیاسي بحثونه به سخت شي، او عامه ساحه به د ملتپال یهودي هویت په شاوخوا کې بیا پلي شي. دا حالت به اسرائیل د فلسطین د مسئلې په اړه لا سخت دریځه کړي او دیته به يي  اړ کړي او د دوه دولتونو حل ناشونی شي.

 

د نظامي، سیاسي او ټولنیزو زیانونو سربیره، اسرائیلو ته خورا مهم زیان د هغه سیمه ایز جیوپولیټیک موقف او موقعیت کې پیښیږي. د اکتوبر د ۷ څخه دمخه سیمه ایز نورمال کیدو د اسرائیلو لپاره یو ستراتیژیک فرصت رامینځته کړی وو چې خپل تاریخي انزوا پایته ورسوي. په هرصورت، اسرائیل د فلسطین مسلې ته د صفر د لوبې په سترګه ګوري چې یوازې یې ګټي او د سیمه ایزو لوبغاړو په وړاندې یې دښمنانه چلند د هغه د انزوا لامل کیږي. ډیری ستراتیژیک فرصتونه، په ځانګړې توګه د عرب - اسرائیل اړیکو عادي کول، سیمه ایز اقتصادي پروژې او د انرژۍ ملګرتیا، د غزې له امله دا ټول په خوب او خیال کې پاتې کیږي. د دې فرصت ساحه بیا جوړول به اسانه نه وي.

د پایلې په توګه، پر غزې د اسرائیلو بریدونه او غیر متناسب تاوتریخوالي  دا هیواد په نړۍواله کچه چې د انزوا سره مخامخ وو لا زیات انزوا پر لورې راکاږه. ددې هیواد انځور يي چې وار د مخه خراب وو لا پسې خراب کړ. همداشان اسرائیل يي په منځني ختيځ کې د پخوا په پرتله هم لا زیات منزوي کړی او لا زیات ناامنه کړی دی.



اړوند خبرونه