د ورځنۍ اجنډا تحلیل

د ورځنۍ اجنډا تحلیل

2143522
د ورځنۍ اجنډا تحلیل

 

د ایران د  ولسمشر ابراهیم رئیسي د سپرلۍ چورلکه چې د اذربایجان پر پوله له الهام علی یف سره په ګډه  د بند د پرانیستلو په مراسمو کې د ګډون وروسته  د تبریز ښار ته  ستنیدو پر مهال د اذربایجان پولې ته نږدې په سیمه کې د نامعلوم لامل له امله سقوط شوه. پدې چورلکه کې د ولسمشر ابراهیم رئیسي سربیره  د بهرنیو چارو د وزیر حسین امیرعبدالله ، د تبریز والي، د تبریز د جمعې امام خطیب  او سپاه پاسداران دوو قوماندانو په ګډون ټول لوړ پوړي پلاوي شتون لري. د ویلو ده چې پدې پيښه کې په چورلکې سپرو ټولو ژوند د لاسه ورکړ. د چورلکې له لویدو وروسته د ایران د ژغورنې ډلې د ډیر وخت لپاره ونه توانیدې چې د الوتکې ټوټې پیدا کړي او له تورکیې څخه یې د مرستې غوښتنه وکړه. تورکیې د ایران  غوښتنې ته په چټکۍ سره ځواب ورکړ او د اقنجي په نامه تعرضي بې پیلوته الوتکه او د شپې د لید په ټکنالوژۍ سمبالو چورلکو سره په عملیاتو کې ګډون وکړ . دا لا معلومه نده چې د رئیسي چورلکه د کومي پیښې له امله سقوط کړی که په قصدي ډول سقوط شوط ده .

 

 د تورکیې د سیاسي اقتصادي او ټولنیزو مطالعاتو بڼسټ ( سیتا ) د بهرني سیاست څیړونکي جان اجون د مسئلې په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته رااړوم.

د اذربایجان ولسمشر الهام علی یف او د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د دواړو هېوادونو پر پوله د میډن کیسل او هودافرین بندونه پرانیستل.   د ایران ولسمشر د بندونو د پرانیستو نه وروسته د خپلې  لېږدونکې چورلکې سره د  تبریز  ښار ته د ستنېدو په موخه روان شو . د ویلو ده چې د رئیسي د سپرلۍ چورلکې سره په ناڅاپي توګه  تماس پرې شو او ایران اعلان وکړ چې د رئیسي چورلکه د هوا د خرابوالي له امله بیړنۍ ناسته کړې ده .

خو د  د ایران له خوا متضادو څرګندونو او د رهبرۍ د برخلیک په اړه ناڅرګندتیا د وضعیت د جدي والي څرګندونه کوله. بالاخره معلومه شوه چې هغه چورلکه چې د ولسمشر او د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان او لوړ پوړي دولتي چارواکي پکې سپاره وو، لویدلې ده . په داسې حال کې چې د ایران دولتي دستګاه او د ژغورنې ډلې د اوږدې مودې لپاره ونه توانیدل چې د پيښې ځای معلوم کړي ، د چورلکې د موندولو په خاطر يي  د تورکیې څخه د مرستې غوښتنه وکړه.

د تورکیې د دفاع وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ایران سره د تماس نه سمدلاسه وروسته د شپې لید په سیستم سمبالې چورلکې او  اقنجي په نامه یوه بې پیلوټه تعرضي الوتکه  سیمې ته واستول شوې.

 

د تورکیې د اقنجي په نامه بې پیلوټه الوتکه  په چټکۍ سره سیمې ته ورسیده او د لټون او ژغورنې په چارو کې یې برخه واخیسته. د اقنجي  لخوا په خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل شوي چې په سیمه کې د هوا حالات خورا خراب وو او طوفان وو.  اقنجي د تورکیې د  سپوږمکۍ ترکسات  د ملاتړ په پایله کې، اقنجي  وکولای شول د پیښې ځای ته ورسیږي. اقنجي الوتکو د خپلې لوړې او پرمختللې ټکنالوژۍ سره  د رئیسي د چورلکې د تودوخې او نور عکس العمل سیسټمونه وموندل او سمدلاسه دا معلومات د ایراني مقاماتو سره شریک کړل.

 

  په داسې حال کې چې د تورکیې دغه ګام ستر انعکاسات پيدا کړل ، په میلیونونو خلکو د فلایټ  رادار او د تورکیې د خبري اژانس  انادولو ادارې په ژوندۍ خپرونه کې د اقنجي فعالیت ننداره کولو چې په ډیره کمه موده کې  د رئیسي سقوط شوې چورلکې ځای تثبیت کړ. د ژغورنې ډلې سهار په ساعتونو کې د پیښې ځای ته ورسیدې او ولیدل چې پدې پيښه کې د رئیسي په ګډون ټولو کسانو ژوند د لاسه ورکړی دی.

 دې پیښې د ټولو سره دا پوښتنه پیدا کړه چې ایا دا پیښه کوم تصادفي پیښه وه او که سبوتاژ وو.

 

ایا د ولسمشر چورلکه د خرابې هوا له امله رالوېدلې او که د چا لخوا غورځول شوې ده؟ تر اوسه دا خبره لا معلومه شوې نده چې ایا دا چورلکه د هوا د خرابوالي له امله سقوط شوې او که د چا لخوا غورځول شوې ده.

 ا ایراني چارواکي په  ډیر دقت سره کار کوی تر څو حقیقت په ډاګه کړي. البته، که دا سبوتاژ وي، لومړنی هیواد چې د ټولو ذهن ته راځي هغه اسرائیل دی. لکه څنګه چې تاسو ته معلومه ده، پر غزې تر برید وروسته د ایران او اسرائیلو ترمنځ لومړی نیابتي او بیا مستقیمې پوځي شخړې رامنځ ته شوې، خو د اسرائیلو په وړاندې د امریکا په هڅونې د دې جګړې مخه ونیول شوه. په هرصورت، اسرائیل نشي کولی د ایران نسبتا قوي بریدونو ته بشپړ ځواب ورکړي. اسرائیلي چارواکو ویلي چې ایران به زموږ ځواب وویني کله چې وخت راشي. په هرصورت، دا هم معلومه ده چې د رئیسي  لخوا کارول شوې چورلکه لږ تر لږه ۳۰ کاله عمر درلود او کافي تخنیکي تجهیزات  يي نه درلودل چې په سختو هوا شرایطو کې الوتنه وکړي. په سیمه کې د سخت طوفان او لړې په پام کې نیولو سره، د خراب موسم شرایطو له امله د حادثې احتمال ډیر زیات لوړ ښکاري.

 

په نهایت کې ، تخنیکي څیړنې به څرګنده کړي چې ایا دا چورلکه سقوط شوې که د چا لخوا سقوط کړی شوې. په هر حالت کې، د ایران د دولت د وړتیا په اړه به جدي نیوکې رامنځته شي. د چورلکې د تخنیکي نیمګړتیا، د ژغورنې د هڅو کمزورتیا او له تورکیې څخه د مرستې د غوښتلو په اړه به جدي نیوکې وشي.

کله چې موږ دې مسلې ته د تورکيې له نظره وګورو، موږ داسې يو هېواد وينو چې د ګاونډيتوب دنده يې د بشردوستانه له نظره ترسره کړې ده. د مرستې لپاره د ایران غوښتنه سمدلاسه ومنل شوه او ټولې تخنیکي وسیلې فعالې شوې. برسېره پر دې، د د اقنجي بې پیلوټه الوتکې  او ترکسات  سپوږمکۍ بریالیتوب د نړۍ پام ځانته اړولی او د ترکیې دفاعي صنعت ته یې توان ورکړی چې خپل اوسنی حالت یو ځل بیا وګوري. دا هم باید ټینګار وکړو چې په نړۍ کې یوازې یو یا دوه هیوادونه لکه امریکا هغه ظرفیت لري چې تورکیه ورته رسېدلې ده.



اړوند خبرونه