د تورکیې د جغرافیې راجستر شوي توکي

د تورکیې د جغرافیې راجستر شوي توکي

2142034
د تورکیې د جغرافیې راجستر شوي توکي

 

په خپله ننۍ خپرونه کې تاسې ته د کرکلرایلي ولایت د یو ډول ځانګړو خوږو ( براکانا)  په اړه چې د تورکیې د جغرافیې په راجستر شوو توکو لست کې هم ځای نیولی دی لنډ معلومات درکوو.

تورکیې  د کرکلرایلي ولایت چې د بلغاریا په پوله کې موقعیت لري د  باباایسکي ولسوالۍ د براکانا په نامه د یو ډول ځانګړو خوږو سره شهرت لري. د ویلو ده چې کرکلرایلي ولایت د بویوک ماندرا د لاسي صنایعو او طبیعي ژوند ټولنې په غوښتنه په ۲۰۲۳ کال کې د تورکیې په جغرافیه کې راجستر شوي محصولاتو کې شامل شو. د براکانا خواږه چې د غنمو له اوړو، شیدو، هګیو، زیړو غوړو او نورمال غوړیو څخه پخیږي وروسته يي د پاسه د بورې شربت اچول کیږي.

ددې خوږو پخول لږ مهارت غواړي. د ویلو ده چې ددې  خوږو لرغونوالی ۱۸۷۷ کلونو ته رسیږي. دا خواږه د پومک کلیوالو پورې اړه لري چې په ۱۸۷۷ کال  کې په سیمه کې میشته شوي.

لومړی یو دیګ په اور ایښودل کیږي. په دیګ کې یو ګیلاس د جوارو یا افتاب پرست غوړي اچول کیږي ، ۱۵۰ ګرامه زیړ غوړي یا مارګارین او یو ګیلاس هم شیدې اچول کیږي . ښه لړل کیږي چې تر څو ښه مخلوط شي . کله چې غوړي او شیدې مخلوط شول او ګرم شول بیا پکې درې ګیلاسه وړه اچول کیږي  او لکه د حلوا په څیر پکې دا وړه د یو څو دقیقو لپاره پخیږي. خو دقت باید وشي چې د وړو رنګ ډیر زیات باید سور نشي. لړولو ته باید دوام ورکړو. کله چې وړه په غوړو کې لکه د حلوا په څیر پاخه شو بیا به د دیګ پسې اور مړ کړو او دا مواد به یو بل پطنوس کې راویستل کیږي.

دا مواد چې کله یخ شول بیا پکې دوه هګۍ ، یوه قاشقه پولي یا سوډا او یو ګیلاس هم وچ وړه اچول کیږي او بیا په لاس  باندې ښه سره مخلوطیږي. چې وړه ښه مخلوط شول وروسته د شکر پارې په اندازه یا کلچو په اندازه ترینه توپونه جوړویږي او د پخولو لپاره د  داش په  قالب کې ایښودل کیږي. کله چې ټول توپونه خلاص شول په لاس ورته لږ فشار ورکول کیږي تر کلچو شکل واخلي. بیا د ۱۰ دقیقو لپاره په داش کې پخیږي.

همداشان په یو بل دیګ کې څلور ګیلاسه بوره او ۳ ګیلاسه اوبه اچول کیږي او په اور ایښودل کیږي تر څو ترینه شربت جوړ شي.

کله چې کلچې پخې شوې له داشه راویستل کیږي او بیا پرې شربت اچول کیږي. یو خبرې ته باید دقت وشي ، په تودو کلچو باید تود شربت وانه چول شي. یو شی باید یخ وي. یا کلچې یا شربت. که کلچې تودې وي شربت باید یخ وي. که شربت تود وي کلچې باید یخې وي.



اړوند خبرونه