په ژوند کې اسانتیاوې رامنځته کوونکي‌ تصادفي‌ اختراع ګانې

په ژوند کې اسانتیاوې رامنځته کوونکي‌ تصادفي‌ اختراع ګانې

2143065
په ژوند کې اسانتیاوې رامنځته کوونکي‌ تصادفي‌ اختراع ګانې

 

په ژوند کې کوم داسې شیان شتون لري‌ چې انسان يي بیرته نشي‌ راګرځولی؟

پخوانیو عالمانو او هوښیارانو ۴ داسې شیان ښودلي‌ دي‌ چې د ترسره کولو نه وروسته يي بیرته راګرځول ناممکنه دي.

لومړی ویشتل شوی غشی ، شوې خبره، د لاسه تللی فرصت  او شاید تر ټولو مهم تیر شوی  وخت  دی .

د ویلو ده چې د ژوند ورځنیو چارو او لالیچونو مونږ دومره مصروف او مشغول کړي‌ وو چې پدې نه پوهیږو چې وخت څه ډول تیر شو. که چیرې لږ ماضي ته دقت او پام وکړو دا مونږ ته زده کوي‌ چې وخت باید خوشې او عبس تیر نشي، ځکه چې وخت ډیر زیات قیمتي‌ دی. خو ددې ټولو سره سره مونږ نشو کولی چې تیر شوی وخت بیرته راوګرځو. دا خبره امکان نلري.

له همدې امله انسانان له لرغونو وختونو څخه تر نن ورځې پورې هڅه کوي چې وخت په مؤثره توګه وکاروي او دا وخت د کارولو لپاره تقسیم اوقات جوړوي. تر کلونو، میاشتو او ورځو پورې...

 په دې برخه کې زموږ تر ټولو لوی مرستندوی ساعتونه دي. نن ورځ، که څه هم موږ په خپلو ګرځنده تیلیفونونو، ټابلیټونو یا کمپیوټرونو کې د ډیجیټل ساعتونو له لارې د وخت جریان تعقیبوو، خو  هغه ساعتونه چې موږ یې په لاس کوو او یا زموږ د کورونو او کاري ځایونو په دیوالونو کې ځړول  شوي زمونږ  له ژوند څخه په بشپړه توګه وتلي ندي.

 

ښه دلته پوښتنه داده چې ایا دا ساعت د لومړي ځل لپاره  چا اختراع کړی دی؟

سره ددې چې موږ ددې پوښتنې په اصلي‌ ځواب نه پوهیږو  مګر په مختلفو جغرافیو کې مختلفو تمدنونو د تقسیم اوقات په موخه  مختلف پروګرامونه رامینځته کړي. له دې څخه لومړی په مصر کې د میلاد څخه ۴۰۰۰ کاله مخکې کارول شوی د  لمر ساعت وو.  د لمر ساعت نه وروسته د اوبو، شمعې او شګو ساعتونه رامنځته شول. دا ټول د خپل وخت مهم اختراعات وو، مګر د نړۍ د نفوس د ډیریدو او ښاري‌ ژوند د پیلیدو سره دا ابتدايي اختراعات او حل لارې زمونږ اړتیاو ته ځواب نشي‌ ویلی او زمونږ اړتیاوې پوره کولی نشي.

 لومړني میخانیکي ساعتونه په ۱۳۰۰ کلونو کې راڅرګند شول او د وخت په تیریدو سره يي وده وکړه.  د جرمني  وګړي پیټر هینلین په تاریخ کې لومړی د زنګ لرونکی ساعت تولید کړ. که څه هم دې ساعت په اوایلو کې  دقیق وخت نه و ښودلی،  خو خلکو دا ساعتونه په خپلو جیبونو کې په ګرځولو پيل کړل. ډیری ساینس پوهانو، د ایټالوي  مخترع ګالیلیو ګالیلي  څخه تر جان هریسن پورې یو زیات شمیر عالمانو او ساینسپوهانو  د ساعتونو په اړه فکر کاوه، مګر دې  اختراع یو کوچنی نیمګړتیا درلوده. نیمګرتیا دا وه چې په هغه وخت کې هیڅ داسې شی نه وو چې انسانان له خواږه خوبه ویښ کړي .

د زنګ لرونکي ساعتونه شاید د ورځې ترټولو مهم مګر ځورونکي شی وي، چې موږ د ښوونځي، کار یا  بل ځای ته د تلو لپاره  له خواږه خوب څخه راویښوي . که څه هم موږ غواړو هر سهار د پنځو نورو  دقیقو لپاره  هم ویده شو او په کراتو د ساعت د زنګ وهلو پر مهال زنګ بندوو او ځیني‌ خلک يي حتا د ډیر قهر نه په دیوارونو ولي خو ددې ټول سره سره  که غږ لرونکي‌ ساعتونه دي، که میخانیکي یا ډیجیټل، زموږ د ژوند یوه لازمي برخه ده او د اجباري اړتیا یوه ناڅاپي اختراع ده.

ساعت جوړونکی لیوی هچینز چې په ۱۷۶۱ کال کې په امریکا کې زیږیدلی و،  هغه مجبور وو چې هر سهار وختي‌ له خوبه ویښ شي خو په عینې وخت کې د خوب ډیر شوقي‌ هم وو او په ډیره سخته به له خوبه ویښیده . همدا لامل وو چې په هغه به تل کار ته د تلو لپاره نا وخته کیده.

 هچینز فکر کاوه چې هغه کولی شي دا ستونزه د هغه کور ته نږدې د کلیسا د زنګ په مرسته حل کړي. کیدای شي‌ چې  د کلیسا زنګ  هر سهار له ویښیدو سره مرسته وکړي. هغه دا شیبه په خپل ژوندلیک کې بیانوي "زما نظر دا و چې غږ لرونکی ساعت ډیزاین او جوړ کړم، مګر دا خورا ستونزمن کار وو. بیا مې د کور څنګ ته د کلیسا زنګ را په یاد شو. ما یو لوی بکس جوړ کړ او زما د مسو د ساعت میکانیزم مې هلته په دې بکس کې ځای په ځای کړ. د میخونو  په کارولو سره، ما میکانیزم یو کوچنی زنګ سره وصل کړ. هغه وويل: "کله چې  ساعت څلور بجو ته  راورسېد، نو مېخ په حرکت راغلی او د زنګ سره په جنګیدو پيل وکړ. دې میخ چې به هره ضربه رنګ ته ورکوله ډیر لوړ غږ به يي کولو. د ویلو ده چې همدې غږ به زه له خوبه ویښولم.  

هچینز، چې یو غږ لرونکی ساعت جوړ کړی وو خو یوه کوچنی نیمګرتیا يي درلوده چې دې ساعت به یواځې او یواځې د ورځې یو ځل ، هغه هم د سهار په ۴ بجو زنګ وهلو.

دې ساعت ددې توان نه درلود چې د ورځې په نورو ساعتونو کې هم زنګ وواهي. په هرصورت، د لیوی هچینز دا اختراع چې د خوب څخه د ویښیدو لاره یې وموندله، د ښار اوسیدونکو او بزګرانو دواړو کې ډیره پاملرنه راجلب کړه ځکه چې په هغه کلونو کې، په امریکا کې سوداګریز ژوند ډیر ژر پیل شو، په ځانګړې توګه د کلیوالو سیمو لپاره. لیوی هچینس هیڅکله خپل اختراع پیټین نه کړه، مګر د ډیرو کلونو لپاره د غږ لرونکو ساعتونو تولید ته دوام ورکړ.

د وخت په تیریدو سره، انجینرانو د هچینز ساده میکانیزم ته وده وکړه  او کوچنی یې کړ، او فرانسوي انټوین ریډي ته  چې ددې ساعت په کوچني‌ کولو او وده ورکولو کې مهم رول لوبولی وو ، جایزه ترلاسه کړه.

د ویلو ده چې غږ لرونکي‌ ساعتونه د ډیرو اوږدو کلونو لپاره زمونږ د ټولو لپاره یو ډیر مهمه اختراع وه.

د ویلو ده چې نن ورځ‌  هچینز  اختراع په ګرځنده ټیلیفونو کې ځای په ځای شوې او هر سهار مونږ د خوږ خوب څه راپآڅوي.

، چا چې لومړی د تعدیل وړ میخانیکي ساعت اختراع کړ، او د باد د الارم ساعتونه د ډیرو کلونو لپاره زموږ د کورونو یوه لازمي برخه شوه. موږ ښايي کلونه وړاندې دا ساعتونه په دوړو الماریو کې ایښودلي وي، مګر د لیوی هچینز اختراع نن ورځ زموږ په ګرځنده تلیفونونو کې پټ دی او هر سهار موږ له ګرمې بسترې څخه ویښولو ته دوام ورکوي.



اړوند خبرونه