د تورکیې د جغرافیه راجستر شوي توکي
پدې خپرونه کې تاسې ته د سیرت ولایت اړوند د یو ډول ځانګړي ټکر په اړه معلومات درکوو.
د سیرت ولایت چې د تورکیې په سویل ختیځ اناتولیا سیمه کې موقعیت لري یو ډول ځانګړی ټکر تولیدوي چې تاریخ يي ۶۰۰ کاله مخکې ته رسیږي. دا ټکر د شال شیپیک په نامه یادیږي. د سیرت ولایت د ایروح ولسوالۍ د ښاروالۍ په غوښتنه په ۲۰۲۲ کال کې دا ټکر د تورکیې په جغرافیه کې ثبت شوي محصولاتو په لست کې شامل شوی .
د ویلو ده چې دا ټوکر د وزو له وړیو څخه جوړیږي.
دا ټوکر د ایروح ولسوالۍ کې د سیمې د خلکو لخوا د وزو د وړیو څخه جوړیږي .
ددې ټکر په تولید کې د وزې د وړۍ ترڅنګ د رنګ لپاره د خیزو د بوټي نه استفاده کیږي.
ددې ټکر په تولید کې د هیڅډول کیمیايي موادو نه کار نه اخیستل کیږي.
د شیپیک ټکر سور ۳۳ سانتي متره او اوږدوالی د ۱۳۰ نه نر ۱۳۰۰ سانتي مترو پورې وي.
دا ټکر د ژمي ګرم او د اوړي په موسم کې د یخ ساتلو ځانګړتیا لري.
د ویلو ده چې د تیرو ۶۰۰ کلونو راهیسې دا ټکر پدې سیمه کې جوړیږي.
لومړی د وزې وړیو نه تار جوړیږي او بیا وروسته د خیزو د بوټي د سټو نه په استفادې سره دې تار ته رنګ ورکول کیږي.
وروسته چې کله وچ او استفادې ته چمتو شي د ټکرانو په تولید کې کارول کیږي.
دا ټکر په لاسي کارګانو کې تولیدیږي .
د ویلو ده چې په سیمه کې ددې ټکرانو د تولید ځانګړي او ډیر ټکړه استادان شتون لري.