د ورځنۍ اجنډا تحلیل

د ورځنۍ اجنډا تحلیل

1974635
د ورځنۍ اجنډا تحلیل

 

په دوهوک کې د دوو هلیکوپټرو له لویدو وروسته، د  پي‌کاکا/وای پي جي‌ ترهګري سازمان سره د کردستان د وطنپالو ټولنې د ګوند  اړیکې تر پوښتنې لاندې راغلې. ددې پيښې نه وروسته  تورکیې  د کردستان وطنپالو ټولنې ګوند  په وړاندې  ډیر سخت تدابیر ونیول. په دې لړ کې د سلیمانیه هوايي ډګر ته الوتنې ودرولې  او بیا يي د سلیمانیه  پر مخ هوايي حریم په بشپړه توګه وتړه. په همدې موده کې د سلیمانیه په هوايي ډګر د ډرون الوتکې برید  د ټولو پام  دې سیمې ته واړو. د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې برید په سوریه کې د  پي‌کاکا / وای پي جي‌ ترهګري سازمان د قومندان مظلوم عبدي په کاروان شوی وو او وروسته دا هم  څرګنده شوه چې په کاروان کې امریکايي سرتیري هم وو.

د تورکیې د سیاسي اقتصادي‌ او ټولنیزو مطالعاتو د بڼسټ څیړونکي‌ جان اجون د مسئلې په اړه ارزونې کړي‌ چې ستاسې پام ورته رااړوم.

       

کله چې د عراق په شمال کې ځايي سرچینو د سلیمانیه په هوايي ډګر کې  د چاودنې خبر ورکړ، د ټولو پام دې سیمې ته واوښته. د چاودنې د علت په اړه پوښتنې پيل شوې دي. همداشان د عراق په دهوک سیمه کې د پي‌ کاکا / وای پي‌ جي‌ ترهګري‌ سازمان د دوو چورلکو د لویدو نه وروسته  د پي‌ کاکا / وای پي‌ جي‌ ترهګري‌ سازمان د کردستان د وطنپالو ټولنې ګوند پټې او عملیاتي اړیکې ښکاره او په ډاګه شوې .

ددې اړیکو د ښکاره کیدو او افشا کیدو نه وروسته تورکیې د کردستان د وطنپالو ټولنې ګوند پر وړاندې د سختو تدابیرو په نیولو پيل وکړ. لومړی د سلیمانیه هوایي ډګر ته الوتنې ودرولې او وروسته د سلیمانیه هوايي ډګر پر مخ  په بشپړه توګه خپل هوایي حریم وتړه. په داسې  حال کې چې تورکیې د سلمانیه پر وړاندې سخت تدابیرو ونیول او جدي‌ ګامونه يي اوچت کړل  د سلیمانیه هوايي ډګر ترڅنګ د بې پیلوټه الوتکې د برید  نه خبر ورکړ شو. دې برید یو ځل بیا د ټولو پام دې سیمې ته واړو.

له برید  وروسته مطبوعاتو ته داسې معلومات خپاره شول چې دا برید  په سوریه کې د پي‌کاکا / وای پي‌ جي‌ ترهګري‌ سازمان  مشهور د سوریې دیموکراټ ځواکونو د قوماندان مظلوم عبدي کاروان په نښه شوی و خو د پي‌ کاکا / وای پي‌ جي‌ ترهګري‌ سازمان سرچینو دا خبره رد کړه.

 حتا د سوریې ډیموکراټ ځواکونو  رسمي ویاند  د یو بیان په ترڅ کې  وویل  چې زموږ قوماندان مظلوم عبدي په سوریه کې دنده ترسره کوي. خو څو  ساعته وروسته  په سوریه کې امریکايي پوځي چارواکو د برید پخلی وکړ او اعلان یې وکړ چې مظلوم عبدي په سلیمانیه کې په نښه شوی دی، بیان یوازې په دې پورې محدود نه و، دوی دا اعلان هم وکړ چې په اړوند کاروان کې ۳ تنه امریکايي عسکرو هم شتون درلود. نو دا ټول څه معنی لري؟

 

د چورلکو سقوط، په کاروانونو برید، د پي کاکا / وای پي جي‌ سره  د د بافیل طلباني‌ په مشرۍ د کردستان د وطنپالو ټولنې ګوند اړیکو افشا کید. البته، د اړیکو دا ټولې شبکې د امریکا تر څارنې لاندې وده کړې او کوله يي. داسې معلومیږي چې امریکا مظلوم عبدي د نظامي الوتکو په واسطه د سلیمانیه هوايي ډګر ته یوړه او حتی له هغه سره یې د امریکایي عسکرو ملګرتیا هغه  ته   انساني ډال په توګه کار وکړ.

 

له بلې خوا تورکیې د مظلوم عبدي‌ په کاروان د مستقیم یا خبرداري‌ برید سره  امریکا او کردستان وطنپالو ټولنې  دواړو ته دا وښوده چې اصول بدل شوي‌ دي. همداشان تورکیې ددې برید سره د پي کاکا او وای پي جي‌ ترهګري سازمان ته هم  خبرداری ورکړ چې امریکا  د وزرو لاندې د پټیدو سره هم  خلاصون نلري. ترکیه ولیدل چې د امریکا تر څارنې لاندې یوه نوې لوبه په داسې حال کې رامنځ ته کیږي چې د تورکیې  ملي امنیت ته مستقیم ګواښ پېښ کړي او پدې لوبه کې د پې کاکا او کردستان وطنپالو ټولنې نه د الې په توګه  کار اخیستل کیږي‌  چې سمدلاسه يی د دې لوبې د شنډولو په خاطر په متقابل عملیاتو باندې لاس پورې کړ. تورکیې د هر څه نه مخکې د سلیمانیه پر وړاندې ډیر سخت تدابیر ونیول. لومړی د سلیمانیه ته ټولې الوتنې ودرولې، وروسته يي ددې سیمې پر مخ هوايی حریم وتړه او په پای کې  د هوايي ډګر ترڅنګ د مظلوم عبدي په کاروان د برید سره ټولو ته پیغام ورکړ.  همداشان داسې ښکاري‌ دا تدابیر او برید وروستی نوي، کیدای شي‌ چې دوام هم وکړي. بافیل طلباني د امریکا تر څارنې لاندې د یوې خطرناکې لوبې هڅه وکړه. هغه وای پي‌ جي‌ ترهګري‌ سازمان ته د عراق په ساحه کې د یو مشروع اکټور په توګه معامله کول  او هغوې ته د مشروعیت ورکولو هڅه کول او د هغوې سره عملیاتي‌ ملګرتیا کول البته چې د پام وړ خبره ده .  د ویلو ده چې بافیل طلباني‌ دا کار یوازې د عراق په شمال کې د سیمه ایزو حکومت په وړاندې خپل لاس پیاوړی کولو په خاطر نه ، بلکې د لویو قدرتونو لکه امریکا/اسرائیل سره د پټې اړیکې رامینځته کولو، او په دې نوي معادل کې د مهم رول ترلاسه کولو په خاطر ترسره کوي. یوځل بیا، هغه فکر کاوه چې دا وضعیت به په تورکیه کې د قدرت د احتمالي بدلون په صورت کې د تورکیې لخوا ومنل شي، یا ممکن په دې اړه د وړاندیزونو تابع وي.

 

خو ، د تورکیې روښانه پیغامونو، سخت غبرګون ، اوچت کړو ګامونو او  د سلیمانیه هوایي ډګر په نښه کولو سره د کردستان وطنپالو ټولنې او د هغوې ملاتړ ته دا په ډاګه کړه چې اصول بدل شوي‌ او په هغوې ددې خبرې بیه ډیره ګرانه پرې کړه. داسې ښکاري چې تورکیه به د دې کړنې دوام تعقیب کړي.  همداشان  ددې تدابیرو نه وروسته په انقره کې د ملي‌ استخباراتو له رئیس هاکان فیدان سره د کوباد طلباني ملاقات هم ددې ښکارندويي کوي‌ چې د تورکیې تدابیرو د هغوې نه وار خطا کړی دی. که چیرې کردستان وطنپالو ټولنې ګوند د تورکیې غوښتنې پوره نه کړي نو له نویو ګامونو سره به مخ شي. او دا ګامونه به یوازې سیاسي او اقتصادي نه وي.



اړوند خبرونه