د تورکیې د جغرافیې ثبت شوي توکي
د تورکیې د جغرافیې ثبت شوي توکي
د ایرزینجان ولایت چې د تورکیې په ختیځ اناتولیا سیمه کې موقعیت لري د مس ګرۍ، لاسي صنایعو او په دې برخه کې د روزل شویو ډیرو ټکړه صنعتکارانو او استادانو سره مشهور دی. دایرزینجان ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې لخوا چمتو شوي غوښتنلیک پراساس ، "ایرزینجان مسو تولید او لاسي کار هنر" په ۲۰۰۲ کال کې د تورکیې د جغرافیې راجسټر شوو توکو په لست کې شامل شول. دلته موخه دا ده چې د لاسي صنایعو د هنر د لیږد په اړه د ښوونکي نه زده کوونکي ته ددې هنر د انتقال په برخه کې مقررات ټاکل دي. دایرزینجان د د مس ګرۍ صنعتکاران له مسو څخه له ۵۰۰ څخه ډیر د سینګار او کور توکي تولیدوي. د کاسو او قابونو څخه څخه تر ګلدانونو پورې، د قهوې پیالو څخه د حمام ګټورو پورې په سلګونو ډوله توکي تولیدوي. د تولید په مرحله کې، د استاد لخوا ډیزاین شوي شکلونه لومړی د مسو په تختو کې د "نقش تخنیک" په کارولو سره د نمونو په توګه نقش کیږي. مس چې څومره کارول کیږي په همدې اندازه کلکیږي. له همدې امله، د هرې پروسې په پای کې باید په اور ونیول شي. د مسو صنعتکاران د دوی په ذهنونو کې د محصول پروسس کولو سټایل ډیزاین کوي ، نو هر استاد کولی شي زرګونه ځانګړي نمونې رامینځته کړي. د مسو په پروسس کې یو له خورا مهم قواعدو څخه دا دی چې پروسس د یو واحد پنسل سره ترسره کړئ ترڅو د مسو د تیاره کیدو مخه ونیسي. دا ډول کارونه د ۱۰۰ کلونو څخه زیات د تیاره کیدو پرته خپل د لومړۍ ورځې حالت ساتي.