ایا تاسې پدې پوهیدلۍ ؟
ایا تاسې پدې پوهیدلۍ ؟
یا تاسو پوهیږئ چې د اغره غر د اناتولي ټاپوګانو او اروپا ترټولو لوړ غر دی؟
د اغره غر د تورکیې تر ټولو لوړ غر دی چې ۵۱۳۷ متره لوړوالی سره په اروپا کې تر ټولو لوړ غر د ځانګړتیا خاوند دی چې د نړۍ د غره ختونکو پام يي ځانته رااړولي. د اغره غر، د ختیځ اناتولي آتش فشانونو لړۍ کې راپورته شوی، د تورکیې، ایران او ارمنستان په پوله کې موقعیت لري. د اغره غر نوم د آتش فشاني غره دی چې په عبراني او لوېدیځو ژبو کې د ارارت په نوم یادیږي.
د غره شاوخوا ۱۳۰ کیلومتره دی، چې څوکه په ټولو موسمونو کې د کنګل د سترو کتلو سره پوښل شوې وي. د اغره یا د ارارات په غره کې، چې د ډیر لوړیوالي له امله د "تورکیې چت" بلل کیږي په ورته وخت کې نږدې دښتې او قطبي اقلیم تجربه کیږي. مارکو پولو دې غره څوکې ته پورته کیدل ناممکن تعریف کړي دي خو د لومړي ځل لپاره د ۱۸۲۹ کال د اکتوبر په نهمه نیټه پروفیسور د فریډریک وان پارات ددې غره څوکې وخته. تورکي غره ختونکې بیا د لومړي ځل لپاره د ۱۹۷۰ کال د فبروري په ۲۱ مه نيټه دې غره ته وختل. د تورکیې د غره ختونکو فدراسیون یو پخوانی مشر ډاکټر بورکورت ایرګور دې غر ته وخوت. په وروسته کلونو کې د ژمي په میاشتو کې په کراتو د اغره غره څوکې د ختو هڅه شوې خو د ژمي خرابو شرایطو بیا اجازه نده ورکړې. د ارارت غره ته د ختلو لپاره تر ټولو ښه وخت جولای، اګست او سپتمبر او د ژمي د ختلو لپاره فبروري میاشت ده. د ارارات غره ته پورته کیدل د اډرینالین یوه لویه سرچینه او د ټولو محلي او بهرنیو غره ختوونکو د بریالیتوب لامل ګڼل کیږي.
د اغره یا ارارات غر د خپل لوړوالي، د کنګل د سترو کتلو، خلکو او رنګارنګ ګلونو ونو سره په زړه پورې او زړه راښکونکي منظره لري. د طبیعي حیرانتیا سربیره، دا په مقدس کتابونو کې د لوی سیلاب وروسته د نوح کشتۍ کوربه توب په دې باور سره یو افسانوي هویت هم لري.