د ورځنۍ اجندا تحلیل

پدې خپرونه کې د ایران د نوي‌ ولسمشر ابراهیم رئیسي د لوړې په مراسمو کې  نړۍ ته په ورکړو پيغامونو لنډ بحث کوو.

1690352
د ورځنۍ اجندا تحلیل

 

لکه څرنګه چې پوهیږۍ د ایران نوي‌ ولسمشر ابراهیم رئیسي لنډه موده مخکې د دیني‌ رهبر علي خامنه اي لخوا د ولسمشر په توګه د ومنظورۍ او تاییدۍ حکم ترلاسه کړ. وروسته د ایران په پارلمان کې د لوړې په کولو سره د ولسمشر په توګه خپله دنده په رسمي‌ ټوګه پيل کړه. ابراهیم رئیسي‌  د ټاکنیز کمپاین په څیر د لوړې په مراسمو کې هم  په ځانګړې توګه د ګاونډیو هیوادونو سره د اړیکو  د ودې ورکولو او په مختلفو برخو کې د پياوړي‌ کولو په اړه ډیر مهم پیغامونه ورکړل.

رئیسي د لوړې په مراسمو کې په ځانګړې توګه د سعودي‌ عربستان سره د اړیکو د نورمالولو په اړه هیله څرګنده کړه. د یادولو وړ ده چې عراق د اوږدې مودې راهیسې  د ایران او سعودي‌ عربستان ترمنځه  د اړیکو د نورمالولو په خاطر منځګړتوب کوي او پدې اړه هلو ځلو ته دوام ورکوي.

ددې پرمختګونو سره په موازي‌ توګه ایران په سوریه او عراق کې بعضې تحرکات پیل کړي‌ دي. په سوریه او عراق کې ایراني‌ پلوه شیعه ملیشې په خوځیدو شوي‌ دي. د بیلګې په توګه د شیعه ملیشو د سوریې د دورعه په ښار کې په بریدونو پيل کړی دی او پالمیرا په ښار کې بیا د ایران سپاه پاسداران ځواکونو په نوو تونلونو په کیندولو او مواضعو په مضبوطولو پیل کړی دی چې  دا خبره ددې ښکارندويي کوي‌ چې د رئیسي په دوره کې به ایران په سیمه کې د خپلو اغیزو او نفوذ د کچې د لا لوړولو هڅه وکړي.

د بله پلوه د روسیې لخوا د سوریې د دفاعي‌ سیستمونو د مدرنیزه کولو په اړه څرګندونې پرته د شکه  چې په سوریه کې د ایران او اسد د ځواکونو لپاره د اسرائیل پر وړاندې یو بل ډیر مهم ګام وي.

د ترکیې د سیاسي اقتصادي‌ او ټولنیزو څیړونو د بڼسټ د امنیتي څیړونو مشر ډاکټر مراد یشیل تاش د مسئلې په اړه ارزونې کړي‌ چې ستاسې پام ورته رااړوم.

پروفیسور یشیل تاش وايي ایران پلوه ملیشو د سوریې په څیر په عراق کې هم په غوځښتونو پيل کړی دی.

سره ددې چې امریکا د ایران نه تر اوسه پورې خپل ټول ځواکونه ویستي‌ ندي خو پدې هیواد کې ایران پلوه د حشد الشعبي‌ شیعه ملیشې غواړي‌ چې د عراق نه د امریکايي ځواکونو د وتو نه وروسته رامنځته کیدونکې تشې ټولې دوې ډکې کړي. پدې اړه یي وار د مخه په حرکت پيل کړی دی.

د بله پلوه عراق پارلماني‌ ټاکنو ته چمتوالی نیسي. داسې ښکاري‌ چې پدې حساسه نقطه کې پدې هیواد کې د شیعه ملیشو لکه د حشد الشعبي‌ فعالیتونو کچه لوړه شي.

همداشان په ایران کې د محافظه کار ولسمشر رئیسي‌ د دندې د پيلولو سره سم په عمان او بصرې خلیج کې د ځینو پرمختګونو او پيښو رامنځته کیدو د ټولو پام  ایران ته رااړولی دی.

د ویلو ده چې لومړی د جولای په ۲۹ مه نیټه د عمان په سمندر کې د اسرائیل اړوند په یوې ټانکر کښتۍ د ډرون الوتکې لخوا برید وشو. اسرائیل، امریکا او انګلستان ددې برید پړه پر ایران واچوله.

اسرائیل او امریکا  ددې برید په غبرګون کې وویل چې ایران ته  به ډیر سخت ځواب ورکړي.

همداشان دې پرمختګ د ایران او انګلستان ترمنځه په اړیکو کې هم سړه هوا حاکمه کړه. د ایران او انګلستان اړیکې په اصل کې د ایران د اټومي‌ پروګرام اړوند د مذاکراتو له پلوه ځانګړی اهمیت لري. ایران چې نه غواړي‌ په مخامخ توګه د امریکايي ډیپلوماټانو سره په مذاکراتو کې ګډون وکړي‌ دوې د انګلستان او پنځه جمع یو د تړون د نورو غړیو هیوادونو له لارې په غیرې مستقیم توګه د ویانا مذاکرات پرمخ وړي.

همداشان څو ورځې مخکې د متحده عربي‌ اماراتو فسیره په بندر کې په یوې بلې کښتۍ چې د پاناما بیرغ پر رپیده برید وشو . په ځینو ادعاګانو کې ویل شوي‌ دي‌ چې دا برید د یوې بلې کښتۍ لخوا شوی دی او برید کوونکو هڅه کوله چې کښتۍ د ایران اوبو ته راکاږي.

ددې پیښې پړه هم پر ایران واچول شوه خو ایران خو ایران په دواړو پيښو کې لاس لرل په کلکه توګه رد کړل.

همداشان د ایران حکومت ویلي‌ دي  چې دا ډول تورونه د ایران پر وړاندې د یو برید پلان دی. تهران امریکا او اسرائیل ته د احتمالي‌ برید د پلان له امله سخت خبرداری ورکړ.

پروفیسور یشیل تاش وايي چې وروستیو پرمختګونو ته په کتو سره داسې ښکاري‌ چې د ایران محافظه کار ولسمشر ابراهیم رئیسي د تیرو حکومتونو پر خلاف د امریکا او اروپايي ټولنې سره د مذاکراتو پر ځای د ګاونډیو هیوادونو سره اړیکو ودې ورکولو ته ډیر اهمیت ورکوي.

د ویلو ده چې په امریکا کې د بایدن د واکمنۍ پر مهال تر اوسه  پورې د ایران په قبال کې نوی سیاست او د ټرمپ‌ د دورې سره متفاوت  سیاست جوړ شوی دی ندی چې دا خبره هم ددې ستونزې مهم فکټور دی.

سره ددې چې د ایران نوي‌ ولسمشر رئیسي‌ ویلي‌ دي‌ چې د اټومي‌ تړون سره مخالفت نلري  خو داسې ښکاري‌ چې پدې برخه کې د پخواني‌ ولسمشر روحاني‌ او د هغه د کاري‌ ډلې سره متفاوت نظر ولري.

همدا مسئلې د ایران او امریکا  ترمنځه د اټومي‌ تړون او روغې جوړې احتمال ډیر ضعیفه کړی دی.

شننونکي وايي که چیرې رئیسي‌ د امیر حسین عبدالله یان په څیر سپاه پاسداران ته نږدې یو ډیپلوماټ د بهرنیو چارو د وزارت لپاره نوماند کړي‌ او ټاکي‌ دا خبره به ایران روسیې او چین ته لا نږدې کړي.



اړوند خبرونه