د ورځنۍ اجنډا تحلیل
د ورځنۍ اجنډا تحلیل
اسرائیلو په لبنان کې د یو لوی ترهګریز برید په ترسره کولو سره ټول لبنان ته ټکان ورکړ. ناڅاپه، د ارتباطاتو د ټینګښت په موخه په کاریدونکو کوچنیو دستګاګانو کې په هممهاله توګه چاودنې رامنځته شوې . په ټول لبنان، په ځانګړې توګه په بیروت کې د بمونو په څیر وچاودیدلې. په دغو ارتباطي سیسټمونو باندې له دغه برید وروسته چې عموماً د حزب الله له خوا کارول کیږي، لږ تر لږه ۱۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او تر ۲۸۰۰ زیات کسان ټپیان شوي دي. دا معلومه شوه چې د اسرائیلو استخباراتو د اکمالاتو زنځیرونو ته لار موندلې وه ، چاودیدونکي توکي یې په کې ځای پرځای کړي وو. اسرائیلو په ورته وخت کې نوموړو دستګاګانو ته د محرک سیګنال په لیږلو سره ټولو ته انفجار ورکړ.
د تورکیې د سیاسي اقتصادي او ټولنیزو مطالعاتو د بڼسټ ( سیتا ) د بهرني سیاست څیړونکي جان اجون د موضوع په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته رااړوم.
د اکتوبر په اوومه په غزه کې د جګړې د پیلیدو نه راپدیخوا، د اسرائیلو او حزب الله ترمنځ تر کنټرول لاندې پوځي اخوډب پيل شوی دی ، که څه هم دواړو خواوو وخت نا وخته د سرې کرښې خپله اړولې ده ، خو تل دواړو خواوو د داسې حرکتونو څخه ډډه کړې چې د بشپړې جګړې لامل شي. . په هرصورت، د اسراییلو لخوا د حزب الله د دویم نمبر مشر قومندان ، فواد شکور تر وژنې وروسته، توازن بدل شو. په ځانګړې توګه، د حزب الله لخوا د اسرائیلو د برید په وړاندې د ریښتیني ځواب په ورکولو کې پاتې راتلل اسرائیلو ته نور هم جسارت ورکړ او بالاخره د یو لوی حرکت لامل شو چې ټول لبنان ته ټکان ورکړ.
د سه شنبې په ورځ د سپټمبر ۱۷ مه په لبنان کې ناڅاپه زرګونه چاودنې وشوې، ۱۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او لږ تر لږه ۲۸۰۰ کسان ټپیان شول. پداسې حال کې چې د دې ترهګریز برید تر شا اسرار، چې د لوی ویره او ګډوډۍ لامل شوی، په چټکۍ سره حل شو، دا معلومه شوه چې ددې پیښې اصلي مسئول اسرائیل دی. د ویلو ده چې دا عملیات د اسرائیلو د ۸۲۰۰ واحد لخوا چې د دې هیواد ټول استخباراتي سازمانونه د یو چتر لاندې راټول کړي دي لخوا ترسره شوي دي. د اسرائیلو استخباراتو څه موده مخکې معلومات ترلاسه کړي وو چې حزب الله غواړي د ګرځنده تیلیفونونو د بدیل په توګه د ارتباطاتو د ټینګښت په موخه ځیني دستګاګانې چمتو کړي.
د اسرائیلو استبخباراتو ددې فرصت نه د استفادې په خاطر سمدلاسه په حرکت پیل وکړ. نوموړو په هنګري کې د ټایوان د ګولډ اپولو د فرعي شرکت چې حزب الله ورته د مخابرو فرمایش ورکړی وو په هره مخابره کې ۲۰ ګرامه PETN ډوله چاودیدونکي توکي ځای په خای کړل او دا دستګاګانې چاودنې ته اماده کړې.
اسرائیلو استخباراتو د څو میاشتو وروسته مخکې ددینه چې حزب الله پدغه پټ راز خبر شي نوموړو دستګاګانو د چولو پریکړه وکړه.
د ویلو ده چې لومړی د حزب الله د یو قومندان لخوا په جعلي توګه نوموړو دستګاګانو ته یو پيغام ولیږه، کله چې د حزب الله ډیری غړیو دا دستګاګانې په لاس کې واخیستې او ددې پیغام په لوستولو يي پيل وکړ دستګاګانو ته يي انفجار ورکړ چې د همدې امله د لا زیات تخریب لامل شو. ویل کیږي پدې چاودنو کې د ډیری کسانو مخونو او سترګو زیان لیدلی دی.
په حقیقت کې، د اسرائیلو موخه دا وه چې ددې دستګاګانو نه پداسې وخت کې استفاده وکړي چې چې غواړي پر لبنان یرغل وکړي، دوی ممکن د احتمالي تخریب له امله مخکې له مخکې دا اقدام کړی وي. په نهایت کې، داسې بریښي چې اسرائیلي استخبارات د خورا لوی عملیاتو په ترسره کولو سره حزب الله ته حیاتي زیان اړولو کې بریالي شوي. په دغه برید کې د اوښتو زیانونو ترڅنګ، چې د حزب الله زرګونه غړي پکې ټپیان شول، د حزب الله پټ عناصر هم افشا شول. په دغه برید کې په لبنان کې د ایران سفیر هم سخت ټپي شوی دی.
اسرائیل اوس له حزب الله سره د خپل روان نظامي ښکیلتیا بشپړ کنټرول په لاس کې اخیستی او برلاسی یې ترلاسه کړی دی. توپ اوس د ایران او حزب الله په میدان کې دی. که دوی ونشي کولی چې پدې حساس وخت کې اسرائیلو ته لازم ځواب ورکړي ، اسرائیل به خپل یو یو هدف ته ورسیږي . کله چې مناسب شرایط رامنځته شي، اسرائیل به د لیتاني سیند پورې د حزب الله د تصفیه کولو لپاره ځمکني عملیات پیل کړي.