د تورکیې د جغرافیې راجستر شوي توکي

د تورکیې د جغرافیې راجستر شوي توکي

2190508
د تورکیې د جغرافیې راجستر شوي توکي

 

په ننۍ خپرونه کې تاسې ته د کاستامونو ولایت د ازادوای د ولسوالۍ اړوند د یو ډول ځانګړو سیمه ایزو جامو په اړه لنډ معلومات درکوو چې د تورکیې د جغرافیې په راجستر شوو توکو لست کې شامل شوی دی.

لومړی راځۍ چې د کاستامونو ولایت وپیژنو چې د تورکیې په کومه سیمه کې موقعیت لري.

د کاستامونو ولایت د تورکیې د تورې بحیرې په سواحلو کې موقعیت لري. د کاستامونو ولایت د یو ډول ځانګړو جامو سره چې خپل نوم يي ددې ولایت د ازادوای ولسوالۍ نه اخیستی دی شهرت لري.

د ویلو ده چې دا جامې ددې ولسوالۍ د ښځو لخوا په لاس تولیدیږي  . دا جامې د ورځني ژوند او ځانګړو ورځو لپاره په جلا جلا تولیدیږي. دا جامې په اصل کې د سیمې د تاریخ او کولتور ښکارندويي . "ازادوای جامې " په ۲۰۲۰ کال  کې د تورکیې د جغرافیایي پلوه راجستر شوي محصولاتو په لست  کې د ولسوالۍ د ښاروالۍ په غوښتنلیک شامل شو. د ازادوای جامې د څو پارچو لکه خولۍ، بالاتنه ، شلوار، واسکټ ، د ملا تړولو دسمال او چپن نه جوړې دي.

ددې جامو تر ټولو مهمه ځانګړتیا  د ښځو د مدني حال ښکارندويي هم کوي. همداشان دا جامې داسې ځیني نښې لري چې ښايي چې دا مجرده ده او که واده شوې.

د ویلو ده چې دا جامې ددې ولسوالۍ د ښځو په لاسونو تولیږیي. د ویلو ده چې ددې جامو هره پارچه جلا جلا تولیدیږي او وروسته په ډیر ځانګړي مهارت د چرمو، مریو او شیشو سره سینګار کیږي.

دا سپین او سور رنګه ټکرانو نه تولیدیږي. د جامو په بالا تنه او چپن کې د سپین، تور، زیړ او د موسم د تازه رنګونو نه کار اخیستل کیږي.

ویل کیږي دا جامې د سیمې د ګرځندوی د عایداتو اصلي سرچینه ده. ډیری ګرځندویان د همدې جامو لپاره دې سیمې ته راځي .

ویل کیږي ددې جامو ګنډل هم ډیر زیات وخت ته اړتیا لري. یوه جوړه جامې په پوره یو میاشت کې ګنډل کیږي.



اړوند خبرونه