د پې كا كا تر سيوري لاندې د تركيې – امريكا اړيكې

پداسې حال كې چې د تركيې لخوا د سوريې په شمال كې د واى پي جي د ترهګرو پر وړاندې د زيتون د څانګې د عملياتو د پيل راهيسې دا دى يوه مياشت تېريږي، د امريكا لخوا له ترهګرو د ملاتړ له امله د تركيې سره يې اړيكې ترينګلې شوي دي.

918592
د پې كا كا تر سيوري لاندې د تركيې – امريكا اړيكې

 

پداسې حال كې چې د تركيې لخوا د سوريې په شمال كې د واى پي جي د ترهګرو پر وړاندې د زيتون د څانګې د عملياتو د پيل راهيسې دا دى يوه مياشت تېريږي، د امريكا لخوا له ترهګرو د ملاتړ له امله د تركيې سره يې اړيكې ترينګلې شوي دي. تركيه ټينګار كوي چې پې كا كا له يوې خوا د سوريې ځمكنۍ بشپړتيا ته خطر دى او د بله پلوه د هېواد عامه امنيت ته يې لوى ګواښ رامنځته كړى دى. ددې سره سره د امريكا د متحدو ايالتونو چارواكي له پې كا كا په سيمه كې مادي او معنوي ملاتړ كوي. كه څه هم د دواړو هېوادونو ترمېنځ د امريكا لخوا له ترهګرو د ملاتړ له امله اړيكې ترينګلې شوي دي خو تر دې وړاندې هم دواړو هېوادونو له يو بل سره ستونزې درلودلې. د عربي پسرلي پر مهال د دواړو هېوادونو ترمېنځ د نظر د اختلاف په چوكاټ كې په مصر كې د مشروع نظام پر وړاندې د نظامي كودتا نه امريكا ښكاره ملاتړ وكړ. ددې ترڅنګ د ۲۰۱۷م كال د جولاى د مياشتې په ۱۵مه نېټه په تركيه كې د ناكامې كودتا اصلي عامل اوسمهال په امريكا كې دى. ددې امله د دواړو هېوادونو اړيكې لا پسې ترينګلې شوې.

تركي چارواكي تل ټينګار كوي چې امريكا دې د تركيې او ترهګرو ترمېنځ يو انتخاب كړي او د دوه مخي سياست نه دې لاس واخلي. د تركيې د پر له پسې نيوكو په پايله كې د امريكا د متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو وزير څرګنده كړه چې ` د تركيې اندېښنې زموږ لپاره د منلو وړ دي.` د تركيې د بهرنيو چارو وزير مولود چاوش اوغلو  د خپل امريكايي سيال تېلرسن د وينا په ځواب كې وويل چې موږ د وينا پر ځاى عمل ته ګورو. امريكايي چارواكي بايد په عمل كې ثابته كړي چې د پې كا كا او پي واى ډي د ترهګرې ډلې نه خپل ملاتړ ته د پاى ټكى كېږدي. ددې په پايله كې كه څه هم امريكا د تركيې اندېښنو ته پاملرنه وكړي او يو لړ اقدامات وكړي خو د دواړو هېوادونو ترمېنځ د متقابل باور د بيا تاسيس لپاره اوږدې مودې ته اړتيا ليدل كيږي.

د تركيې د لومړي وزير مرستيال او د حكومت وياند بكر بوزداغ پدې اړه څرګنده كړه  تركيه په پام كې لري  چې د پې كا كا/ كا جې كا/ پي واى ډي/ واى پي جي د ترهګرې ډلې لخوا   د خپلو پولو په سوېل كې د ترهګرۍ د دهلېز د جوړېدلو او بيا وروسته د يو دولت په توګه د ظهور د مخنيوي لپاره هر ډول هلې ځلې كوي. `` امريكا بايد د ترهګرو په برخه كې د تركيې د وخت د ضايع كولو نه ډډه وكړي. هغوى بايد پوه شي چې د نوم يا لوحې د بدلولو سره نشي كولاى چې د ترهګرو ډلو اصلي څېره نوره پټه كړي. امريكا بايد د هېڅ ډول شرط پرته دا ومني چې پي واى ډي / واى پي جي ترهګرې ډلې دي.  امريكا بايد دوى ته د وسلو، مهماتو، زغروالو موټرو او نورو مادي مرستو ترسره كولو پاى ته ورسوي. ترهګرو ته وركړل شوې وسلې بايد بېرته راټولې شي.``

د ۲۰۱۸م كال د جنورۍ د مياشتې په ۲۶مه نېټه د امريكا د متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو د وزارت وياندې هېدر نارېت د يوې خبري غونډې پر مهال د عفرين د عملياتو او په سيمه كې د تركيې د اړوندو تدابيرو په اړه د څرګندونو پر مهال د `` واى پي جي`` د كلمې پر ځاى مخامخ د ``پې كا كا`` كلمه وكاروله. نارېت چې هېڅكله خپله خبره تصحېح نكړه داسې يې وويل: `` تركيې د سوريې په سوېل لوېديځ كې د داعش پر وړاندې د مبارزې پر ځاى د پې كا كا پر وړاندې عمليات كوي. هلته د ثبات غوښتونكي يو.`` دا په داسې حال كې ده چې د امريكا د متحدو ايالتونو په ګډون د ناټو غړو هېوادونو په ۲۰۱۳م كال كې د ناټو د يوې غونډې پر مهال پي واى ډي د يوې ترهګرې ډلې په توګه په رسميت پېژندلې ده. خو ددې سره سره امريكا اوس ورسره هر ډلو مادي او معنوي مرستې كوي. د ۲۰۱۳م كال د جون په مياشت كې د بروكسل په ښار كې د ناټو په عمومي مركز كې ددې سازمان د ستراتيژيكي استخباراتو د اسنادو په اړه يوه كاري غونډه جوړه شوې وه. ددې غونډې په پاى كې د پې كا كا / كا جې كا او پي واى ډي / واى پي جي ډلې د `` ترهګرو ډلو`` په توګه په رسميت وپېژندل شوې. امريكا هم دا سند لاسليك كړى دى پدې سند كې  چې اېم سي – ۱۶۰ نوميږي او د ناټو د استخباراتي فعاليتونو تر ټولو مهم اسناد بلل كيږي راغلي دي چې پي واى ډي په سوريه كې د پې كا كا څانګه ده.

دا ترهګر اوسمهال په سوريه كې د `` سوريې د ديموكراتيكو ځواكونو`` تر نامه لاندې فعاليت كوي. ددې نوم كيسه هم جالبه ده. د اسپېن انستيتيوټ چې د امريكا د متحدو ايالتونو د كلورادو په ايالت كې فعاليت كوي تېر كال په خپله كلنۍ غونډه كې په سوريه كې د پي واى ډي د چارو په اړه د خبرو په موخه د امريكا د متحدو ايالتونو د ځانګړو ځواكونو قوماندان سترجنرال رايمنډ ټوماس يې هم رابللى شو. ټوماس په خپلو خبرو كې پي واى ډي ته وړانديز وكړ چې د تركيې لخوا د پې كا كا سره د اړيكو د شك د لرې كولو په موخه بايد خپل نوم بدل كړئ. له همدې غونډې وروسته يې نوم `` د سوريې ديموكراتيك ځواكونه`` شو.  ټوماس څرګنده كړه چې د نوم د بدلون سره به د پي واى ډي ارزښت زيات شي. سربېره پر دې د پې كا كا سره د اړيكو د شك له امله دې ډلې ته زيان رسېږي. ټوماس په خپله وينا كې وويل چې `` دوى بايد د خپل نوي مارك د جوړولو پر چارو بحث وكړي. د پخواني مال يعنې پې كا كا د نوم سره فعاليت كول به په راتلونكې كې يو لړ ستونزې رامنځته كړي.



اړوند خبرونه