آيا په إسلامي نړۍ كې مذهبي جګړه روانه ده؟

كه څه هم د شيعه او سني مذهبونو ترمېنځ د سلګونو كلونو راهيسې تاريخي او مذهبي توپيرونه ليدل كيږي خو په ۲۱مه پېړۍ كې په دې أساس د نوو جګړو پيل ته اړتيا نه ليدل كيږي.

434105
آيا په إسلامي نړۍ كې مذهبي جګړه روانه ده؟



كه څه هم د شيعه او سني مذهبونو ترمېنځ د سلګونو كلونو راهيسې تاريخي او مذهبي توپيرونه ليدل كيږي خو په ۲۱مه پېړۍ كې په دې أساس د نوو جګړو پيل ته اړتيا نه ليدل كيږي.
په اوسنۍ إسلامي نړۍ كې روانې جګړې او ناخوالې ظاهراً داسې ښكاري چې په سيمه كې د مذهبونو پر بنسټ د توپيرونو نه سرچينه نيسي. كه څه هم دا يوه اندازه ريښتنې بڼه لري خو حقيقت بل ډول دى.
له سوريې نيولې تر عراقه پورې او له لبنان نيولې تر بحرينه پورې په إسلامي ټولنو كې جګړې، ناخوالې، ټولنيزه بې عدالتي، فقر، اقتصادي نامساوات، ظلمونه، نيابتي جګړې، د ملېشو اغېزه او ورته نورې ستونزې د كلونو راهيسې دوام لري. په حقيقت كې ددې ستونزو اصلي لامل د هويت پر بنسټ سياستونه دي. د بېلګې په ډول په لبنان كې اصلي ستونزه د سني – شيعه مذهبونو ترمېنځ د تاوتريخوال ترڅنګ په اصل كې د ځواك او اقتدار د ترلاسه كولو په موخه رقابت دى. په سوريه كې هم كيداى شي د مذهبونو پر بنسټ تاوريخوالى موجود وي خو بيا هم اصلي رول په كې د مذهبي او توكمي هويت پر أساس د يوې ډلې لخوا د اقتدار د ترلاسه كولو مجادله ليدل كيږي. دا ډله د مذهبي نښتو په بهانه كوښښ كوي چې پياوړې شي او ګناه يې په سني – شيعه تاوتريخوالي واچوي.
په اروپا كې په ۱۶مه او ۱۷مه پېړۍ كې د كاتوليكي او پروتستانتي مذهبونو د لاريانو ترمېنځ جګړو او نښتو هم ظاهراً ديني مذهبي بڼه درلودله خو د پردې تر شاه د حاكميت او اقتدار د ترلاسه كولو جګړې وې. په إسلامي نړۍ كې اوسنۍ جګړې هم د دواړو مذهبونو ترمېنځ د تاريخي ستونزو ترڅنګ د حاكميت او اقتدار د لاسته راوړنې جګړې دي.
په تاريخي كتابونو كې حضرت محمد ص تر وفاته وروسته د خليفه په توګه د حضرت ابوبكر رض د ټاكل كېدو پر مهال د يوې بلې ډلې لخوا د حضرت علي بن ابي طالب رض نه ملاتړ د دواړو مذهبونو ترمېنځ د اختلاف پيل بلل كيږي. كه څه هم دا اختلاف اوس هم دوام لري خو دواړو مذهبونو د تاريخ په اوږدو كې د علم، عرفان، فلسفې، هنر او تصوف په برخو كې عظيم ميراثونه پرې ايښي دي. دواړه مذهبونه د الله ج پر وحدانيت او انساني كرامت پر لوړالي باندې باور لري. د إسلامي فلسفې او مدنيت په پرمختګ كې بې شكه چې د دواړو مذهبونو امامانو او علماو بې سارى رول لوبولى دى. په اوسنۍ نړۍ كې د دواړو مذهبونو علما او لارويان كولاى شي چې د جدايۍ پر ځاى د پيوستون لپاره هلې ځلې وكړي. په داسې حال كې چې د مدرنې نړۍ د ستونزو پر وړاندې د دواړو مذهبونو لارويان د ګډې مجادلې پرته بله چاره نه لري، علماوو ته لوى مسوليت ور پرغاړه كوي.
نن ورځ د مذهبي نښتو په بهانې د روانې جګړې تر شا د هويت په أساس سياست او د دولتونو د ملي ګټو په أساس د رقابتونو راز پروت دى. لكه د نورو ټولو دولتونو په څېر د إسلامي نړۍ دولتونه هم د خپلو ملي او شخصي ګټو په أساس حركت كوي او دې رقابت ته د مذهبي نښتو رنګ وركوي. د دولتونو شخصي ګټې او د هويتونو په أساس سياستونه د إسلامي نړۍ د ټوټې ټوټې كېدو سبب كيږي.
يو مهم فكتور بيا جګړې او ناكام دولتونه دي. په إسلامي نړۍ كې دا دوه مضر حقيقتونه د هېڅ ډول مذهبي جلاوالي د په نظر كې نيولو پرته د ټولنو رواني حالت ته زيان رسوي. ناكام دولتونه په خپلې ناكامۍ د پردې اچولو او ددې ناكامۍ د حقانيت د ثابتولو لپاره مذهبي نښتو ته لمن وهي. په بل عبارت خپلو ستونزو ته مذهبي رنګ وركوي. په سوريه كې كورنۍ جګړه، په عراق او يمن كې روان كړكېچ ددې ښه بېلګې دي. ددې هېوادونو د دولتونو لخوا د ناكامو سياستونو په پايله كې رامنځته شوې جګړې او ناخوالې تصادفي نه دي. د داعش په څېر سختدريځې ترهګرې ډلې په سوريه كې د روانې جګړې، په يمن كې د دولتونو ترمېنځ د سخت رقابت، په عراق كې د ناكام حكومت او په أفغانستان، مالي او نايجيريا كې د كمزورې مركزي اوتوريتې د نشتوالي په پايله كې رامنځته شوې دي. ځينې ساده او يا هم فرصت طلبه جنګيالي كيداى شي په دې باور ولري چې د سني يا شيعه اسلام په صفونو كې جګړه كوي خو پورتني تاريخي بهير ته په كتلو سره بيا دا مسايل دومره ساده نه ښكاري. دوى د خپلو ناوړه اعمالو د مشروعيت لپاره د مقابل لورې د ناوړه اعمالو نه د مثال په توګه يادونه كوي. خو د دوى د جګړې اصلي هدف بيا د ځواك او اقتدار ترلاسه كول دي. سني او شيعه هويتونه د اقتدار د ترلاسه كولو په موخه د ځينو مغرضو سياستوالو لخوا كارول كيږي.
د سني او شيعه مذهبونو ترمېنځ توپيرونه ښكاره دي. دا توپيرونه دومره هم نه دي چې په ۲۱مه پېړۍ كې د جګړې لامل شي. ددې توپيرونو د لمنځه وړلو او يا هم لږ تر لږه د كمولو په موخه بايد دوه لارې تعقيب شي.
لومړۍ لاره يې داده چې علما، ټولنيز او سياسي مشران او ديني مدرسې بايد خپلو زده كوونكو، طالب العلمانو او حتى مريدانو ته دا ور زده كړي چې د جګړې پر ځاى سوله او مذاكره غوره لار ده. لكه څرنګه چې د حنفي فقهې موسس امام أبوحنيفه د شيعه ګانو د شپږم امام او د جعفريه د فقهې د موسس ابوجعفر صادق ترمېنځ تل علمي بحثونه ترسره كېدل او له يو بل يې زده كړې كولې داسې يې بايد لارويان او اوسني ديني علما هم يو بل سره كيني او پر مسايلو باندې دې بحث وكړي. سني او شيعه علما بايد د زمانې د سختو فتنو او جګړو په مقابل كې هم يو بل ته د اعتدال درس وركړي.
دويمه لار يې بيا د مسلمانو هېوادونو ترمېنځ د جګړو، ناخوالو، ناكامو دولتونو، ټولنيزو ناورينونو او داسې نورو ستونزو نه په ګټې اخيستلو سره د سختدريځو ترهګري ډلو د رامنځته كېدو مخنيوى وشي. ددې لپاره سياسي أراده او چټك اقدامات په كار دي. په سوريه او يمن كې روانې جګړې، په عراق او أفغانستان كې امنيتي ستونزې به د بې ثباتۍ د سرچينې په توګه همداسې دوام ومومي. ددې ستونزو نه به سياسي فرصت طلبه كسان ګټه پورته كړي.
امام بيقهي نقل كوي چې حضرت محمد ص يوه ورځ يو صحابي ته وويل چې ``كه چېرې د كومې دعوا فيصله در پرغاړه شي نو لومړى د الله ج كتاب كې يې وګوره. هېڅ شى بايد تا د الله ج د كتاب پرته حكم كولو ته اړ نه باسي. كه چېرې د الله ج په كتاب كې يې ونه مومې نو د حضرت محمد ص سنتو او كړنو يې يې ولټوه. كه چېرې زما په سنتو كې يې ونه مومې نو د صحابه كرامو په كړنو كې يې وپلټه، زما صحابه په آسمان كې د ستورو په څېر دي. له هر يوه يې كه پيروي وكړي نو تاته به هدايت وكړي. د صحابو نظريات تا لپاره رحمت دى.`` ددې حديث معنى او مفهوم زموږ د اوسنۍ نړۍ د ستونزو د آواري لپاره كافي دى. په خپل مېنځ كې د توپيرونو په ارزښت بايد پوه شو. دا توپيرونه د جګړې او نښتې پر ځاى بايد د جوړجاړي او پيوستون لپاره وكارول شي.



اړوند خبرونه