د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
ینی شفق ورځپاڼې "د رای ورکونکو څخه د عدالت او پراختیا ګوند ته پیغام" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د مارچ د ۳۱ سیمه ایزو ټولټاکنو څخه یوه حیرانونکې پایله راڅرګنده شوه. د عدالت او پراختیا ګوند چې له ۲۰۰۲ کال راهیسې یې ټول انتخابات ګټلي، په لومړي ځل بریالی نه شو. په هیواد کې پدې وروستیو کې د توکو د بیې لوړوالی او د متقاعدینو د معاشونو کې په کافي توګه د نه ډیرولو مسئلې ددې لامل شو چې د عدالت او پراختیا ګوند رایې کمې شي. حتا یوې برخې هیوادوالو په ټاکنو کې ګډون ندی کړی.
وطن ورځپاڼې "د ولسمشر مرستیال جودت یلماز: د انفلاسیون سره مبارزه زموږ اصلي لومړیتوب دی" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ولسمشر مرستیال جودت یلماز وویل، د روان کال له دویمې نیمایي څخه به موږ د انفلاسیون پر وړاندې د مبارزې پایلې په ښکاره توګه وینو. هغه وویل، "په دې توګه، موږ به د وخت په تیریدو سره بیو د لوړوالي مخه ونیسو او دایمي سوکالي به رامنځته کړو."
صباح ورځپاڼې "تورکیې ته به د پانګونې بهیر پیل شي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ،
د امریکا پانګونې بانک Goldman Sachs اقتصاد پوهانو په تورکیه کې د سیمه ایزو ټاکنو وروسته د تورکي لیرې په اړه ارزونه وکړه. د Goldman Sachs اقتصاد پوهان وايي چې د تورکي لیرې په وروستیو میاشتو د ټاکنو سره سره ډیر ښه فعالیت کړی دی.همداشان تمه کیږي چې لا پسې ښه شي.
د سټار ورځپاڼې "د BIST 100 شاخص د نړۍ شاخصونو شاته پریښودل" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، که څه هم د استانبول د ونډو په بازار کې د BIST 100 شاخص په مارچ کې د صفر عشاریه ۵۶ سلنې کمښت سره میاشت په ۹۱۴۲ نقطه ۴۰ پوینټونو سره بشپړه کړه ، د کال په لومړۍ ربع کې د ۲۲ عشاریه ۳۹ سلنې ودې سره د نړیوال ونډو بازارونو څخه تیر شو.
د خبر تورک ورځپاڼې "د شفاء روغتون د عکسونو په اړه د تورکیې بیان" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د غزې په شفاء روغتون کې د اخیستل شویو عکسونو په اړه د بهرنیو چارو د وزارت لخوا یو بیان خپور شو. په بیان کې راغلي، "د شفاء روغتون انځورونه د دې شاهدي کوي چې اسرائیل په قصدي او سیستماتیک ډول د فلسطینیانو د تاسیساتو او بنسټونو د ویجاړولو هدف لري." په تیرو شپږو میاشتو کې د اسرائیلي چارواکو لخوا ترسره شوي جنایتونه د بشر په تاریخ کې تجربه شوي ترټولو لوی وحشتونه دي. "هر چا چې دا جنایتونه کړي وي باید محاکمه شي او د هغو کسانو نومونه به په تاریخ کې په تور لست کې ولیکل شي چې دغو جنایتونو باندې سترګې پټې کړي دي."