د تورکیې د ورځپاڼو سرتکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرتکي

2100975
د تورکیې د ورځپاڼو سرتکي

 

یني شفق ورځپاڼې "اردوغان، موږ به د ښاري بدلون بهیر لا ګړندی کړو" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ټینګار وکړ چې دوی د ۲۰۲۳ کال د فبرورۍ په ۶ مه د قهرمان ماراش په مرکز کې تر زلزلې وروسته د سیمې د بیا رغولو لپاره خپلو هڅو ته په چټکۍ سره دوام ورکوي. اردوغان وویل چې دوی به د ښاري بدلون بهیر لا ګړندی کړي.

 

حریت ورځپاڼې " اردوغان: د ناامنۍ فضا ته به اجازه ورنه کړو " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر اردوغان  د استانبول  د  عدالت  او پراختیا  ګوند د  استانبول کوچوک چیکماجي  د ښاروالۍ  د نوماند عزیز ینې ای   د ټاکنیز کمپاین پر پر غونډه د وسله وال برید په اړه  غبرګون وښود. اردوغان وویل "موږ به هیڅکله اجازه ورنکړو چې تورکیه کې  د ناامنۍ  فضا رامنځته شي."

 

د سټار ورځپاڼې  "پنټاګون لخوا د تورکیې بې پیلوته الوتکو ستایل" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) چارواکو د تورکیې د دفاعي صنعت ستاینه وکړه. چارواکو وویل، "موږ د تورکیې د وسله والو بې پیلوټه الوتکو ټیکنالوژۍ په برخه کې د پام وړ پرمختګ تعقیب کوو. د تورکیې په وسلو سمبال ډرون الوتکو د ځمکنیو جګړو لیکل شوي دوکټورینونه ګډوډ کړي دي.

 

صباح ورځپاڼې "په تږرکیه کې د ښځینه اکادمیسیانو کچه له اروپا او اقتصادي ودې او همکاریو سازمان د غړیو هیوادونو څخه لوړه ده" د سرلیک لاندې لیکلي دي ،

د تورکیې په پوهنتونونو کې د ښځینه اکادمیسینانو کچه ۴۶،۴ سلنې ته لوړه شوې ده. په دې توګه تورکیې د اروپا او د اقتصادي پراختیا او همکارۍ سازمان غړیو هیوادونو کې د ښځینه اکاډمیسیانو په اوسط ډول ۴۳ سلنې څخه خپله واړوله.

 

د خبرتورک ورځپاڼې  " د  استانبول د ونډو بازار په ۲۰۲۴ کال کې ډیر ښه پیل کړ" د سرلیک لاندې لیکلي دي ،د استانبول د ونډو بازار د کال له پیل راهیسې د ۲۱.۱ سلنې ګټې  سره د نړۍ لوی شاخصونو څخه خپه واړوله. د BIST 100 شاخص، خپل ریکارډ کچې ته یې دوام ورکوي. دا شاخص ، د ۱۰ عشاریه ۳ سلنې ودې سره  د جاپان نیکي ۲۲۵ شاخص تعقیب کړ.



اړوند خبرونه