پولیسو د نابللو میلمنو په توګه په واده کې ګډون وکړ
په کالیفورونیا د پولیسو د مشر مرستیالان د پنجابي الاصله امریکایانو په واده کې پرته د بلنې نه ګډون وکړ.
په کالیفورونیا کې د پولیسو د مشر مرستیالان چې د پنجابي الاصله امریکایانو د یو واده نه د ګاونډیانو د شکایت کولو په خاطر تللي وو د واده د موسیقۍ د خوښیدو له امله پخپله يي هم په واده کې ګډون وکړ.
نوموړي چې واده خاوند ته د ډیر زیات شور ماشور له امله د خبرداري ورکولو په خاطر تللي وو هر څه يي هیر کړل او پخپله يي هم په نڅاګانو پيل وکړ.