ولسمشر اردوغان په تورکیه کې د سترې زلزلې د لومړۍ کلیزې په مناسبت د خواخوږۍ پیغام خپور کړ

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د هغو کسانو درد چې د فبرورۍ د میاشتې په شپږمه نیټه د قهرمانماراش د زلزلې په پایله کې خپل ژوند له لاسه ورکړی د لومړۍ ورځې په څیر زمونږ په زړونو کې  تازه دی.

2098372
ولسمشر اردوغان په تورکیه کې د سترې زلزلې د لومړۍ کلیزې په مناسبت د خواخوږۍ پیغام خپور کړ

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د هغو کسانو درد چې د فبرورۍ د میاشتې په شپږمه نیټه د قهرمانماراش د زلزلې په پایله کې خپل ژوند له لاسه ورکړی د لومړۍ ورځې په څیر زمونږ په زړونو کې  تازه دی.

ولسمشر اردوغان د قهرمان ماراش د زلزلې د لومړۍ کلیزې په مناسبت د خواخوږۍ پیغام خپور کړی دی.

ولسمشر اردوغان  د  ټولنیزې  میډیا له لارې   په خپور کړي پیغام کې   یو کال مخکې رامنځته شوې  د قهرمانماراش  د زلزلې قربانیانو ته د الله د دربارڅخه د رحمت او مغفرت  او د هغوی کورنیو ،  خپلوانو او د تورکیې ملت د تسلیت مراتب وړاندې کړي دي. ولسمشر اردوغان په خپل پيغام کې ویلي دي چې

"زموږ په ١١ ولايتونو کې چې د بشري تاريخ تر ټولو لرغوني ښارګوټي بلل کېږي، په رښتيا هم د زلزلې په نتیجه کې ستره ويجاړتيا رامنځته شوې ده ، دا ډول ستر ناورينونه او لوى کړاونه د ولسونو د يووالي، پيوستون او ورورګلوۍ پياوړتیا امتحانوي.

د الله تبارک و تعالی څخه د شکر ځای دی چې زموږ ولس له دغه دردناک او تاریخي امتحان څخه په بریالیتوب تېر شو. په داسې حال کې چې زموږ دولت له خپلو ټولو امکاناتو  سره عاجل اقدام وکړ، خو ټوله تورکيه يو زړه او يو موټی شو، زموږ ملت خپل زلزلو ځپلي وروڼو او خويندو ترڅنګ ودریدل او د يوويشتمې پېړۍ د ناورين پر وړاندې يې د يووالي څرګندونه وکړه.

په داسې حال کې چې موږ په خپلو ټولو دعاګانو کې ددې غمیزې قربانیان یاد ساتو او تل د هغوې پاک روح ته دعا کوو ، ددې ترڅنګ ، د خپل ملت سره مو د کړو ژمنو د عملي کولو په خاطر شپه او ورځ پرته د ځنډه او ستړتیا  سخت کار کوو.

موږ به تر هغه وخته پورې دا هڅې جاري ساتو چې خپل ښارونه جوړ او بیا احیاء کړو او د هغه وروستي وګړي چې کور یې ویجاړ شوی یا د کار وړ نه دی هغه ته خوندي سرپناه او کور تسلیم کړو. الله تبارک و تعالی دې زمونږ هیواد او ملت یو ځل بیا د داسې ستر امتحان سره امتحان نکړي. الله دې زمونږ هیواد او ملت د داسو سترو ناورینونو نه په خپل حفظ او امان کې وساتي.»



اړوند خبرونه