ولسمشر اردوغان د ایران د ولسمشر رئیسي د مړینې له امله د خواخوږۍ پیغام خپور کړ
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي په اړه چې د چورلکې د غورځیدو په پیښه کې یې ژوند له لاسه ورکړ د خواخوږۍ پيغام خپور کړ.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي په اړه چې د چورلکې د غورځیدو په پیښه کې یې ژوند له لاسه ورکړ د خواخوږۍ پيغام خپور کړ.
ولسمشر اردوغان په خپور کړي د خواخوږۍ په پيغام کې ویلي دي چې
"زه د الله له درباره د خپل ګران سیال، ورور او د ایران د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس ښاغلي ابراهیم رئیسي ته چې د چورلکې د غورځیدو په پیښه کې ژوند د لاسه ورکړی د رحمت او مغفرت غوښتنه کوم.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر او نورو هغو کسانو ته چې په همدغه چورلکه کې د مرحوم ولسمشر رئیسي سره یو ځای ژوند د لاسه ورکړی د خدای له درباره د رحمت او مغفرت غوښتنه کوم.
زه د ایران دوست او ورور ملت او حکومت او په ځانګړې توګه د ایران د اسلامي جمهوریت مذهبي مشر قدرمن رهبر ښاغلي علي خامنه اي ته د ولسمشر رئیسي او نورو قربانیانو کورنیو ته د خواخوږۍ ، ډاډګیرنې او تسلیت مراتب وړاندې کوم.
زه د مرحوم رئیسي د همکار په توګه چې په خپله دوره کې یې په ځانګړې توګه د ایران د خلکو او زموږ د سیمې د سولې لپاره د هغه د هڅو شاهدان وو، د ښاغلی رئیسي نه په درناوۍ یادونه کوم.
"د تورکیې په توګه، موږ به په دې سختو او غمجنو ورځو کې د خپل ګاونډي او ورور ایران تر څنګ دریدو ته دوام ورکړو."
اړوند خبرونه
ولسمشر اردوغان د جي ۷ په سرمشریزه کې ګډون کوي
د اوو پرمختللو اقتصادي هیوادونو (G7) مشران به د جون په ۱۳ نیټه په ایټالیا کې غونډه وکړي.