ولسمشر اردوغان : په تور سمندر کې کشف شوو ګاز به په خپلو کورونو کې په استفادې پيل وکړو
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د اپریل په ۲۰ مه د تور سمندرګي د ګازو په اړه یو ښه خبر او زیری د هیوادولو شریک کړي.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د اپریل په ۲۰ مه د تور سمندرګي د ګازو په اړه یو ښه خبر او زیری د هیوادولو شریک کړي.
اردوغان پرون د توركيې د ملي راډيو او ټلويزيون ټي آر ټي په ګډه خپرونه كې د اجنډا په اړه ارزونې وكړې او پوښتنو ته يې ځوابونه وويل.
ولسمشر اردوغان څرګنده کړه چې د تورې بحیرې د ګازو لومړی پړاو به په زونګولداک ولایت د ګازو ډیپو مرکز په فعالیت پيل وکړي . هغه زیاته کړه چې د ساکریا د ګازو ساحه د اکتشاف څخه تر لومړي تولید پورې د نړۍ تر ټولو ګړندۍ ساحلي پراختیايي پروژه ده.
هغه وویل چې د ګازو د څاه ګانو نه مو د ګازو والونه پرانیستل او د اپریل په ۱۶ د بحر لاندې اصلي نللیکه ده د ګازو د پمپولو په لړۍ پيل وشي.
"موږ به په دریو کلونو کې په دې ساحه کې د تولید کچه ۴۰ میلیون متر مکعب ته لوړه کړو، کله چې دویم فاز بشپړ شي، موږ به هغه کچې ته ورسیږو چې د ټولو کورونو د ګاز اړتیاوې پوره کړي، او موږ دلته د نویو کشفونو لپاره هم چمتووالی لرو." په مرکزي تور سمندرګي کې د اکتشافي مطالعات بشپړ شوي دي. "اکتشافي مطالعات دوام لري. د برمه کولو کار به د زلزلې مطالعاتو وروسته پیل شي. د لویدیځ تور سمندر په سیمه کې کشف ښیي چې د سیمې ظرفیت لوړ دی."
ولسمشر اردوغان د اقویو اټومي بټۍ په اړه وویل:
موږ به د اپریل په ۲۷ د اقویو اټومي بټۍ ته د تازه تیلو د راوړلو مراسم ترسره کړو. سایټ ته د تازه تیلو په معرفي کولو سره، اکویو به د اټومي تاسیساتو حیثیت ترلاسه کړي. ښاغلی (د روسیې ولسمشر ولادیمیر) پوتین به هم د ټيلي کنفرانس له لارې پدې مراسمو کې ګډون وکړي. زموږ د هیواد ۱۰ سلنه بریښنا به له دې فابریکې څخه تولید شي. اکویو به زموږ د هیواد اقتصاد ته میلیارد ډالر مرسته وکړي، د ۷ میلیارد متر مکعب طبیعي ګاز د واردولو مخه به ونیسي."
اردوغان په دې خبرې په ټینګار سره چې تورکیه به په نړۍ کې یو له مهمو اټومي قدرتونو څخه وي، وویل چې د تورکیې پیړۍ به هم د انرژۍ پیړۍ وي.