تورکیې تیر کال د ډیپورت کړو ناقانونه کډوالو شمیره اعلان کړه.
تورکیې تیر کال د ډیپورت کړو ناقانونه کډوالو شمیره اعلان کړه. تورکیې تیر کال ۱۲۴ زره ۴۴۱ ناقانونه کډوال ډیپورت کړي دي.
تورکیې تیر کال د ډیپورت کړو ناقانونه کډوالو شمیره اعلان کړه. تورکیې تیر کال ۱۲۴ زره ۴۴۱ ناقانونه کډوال ډیپورت کړي دي.
د تورکیې د کورنیو چارو وزارت د کډوالۍ ریاست د ټولنیزو رسنیو پاڼو له لارې په خپور کړي ویدیويي بیان کې ، د کډوالۍ ریاست د ۲۰۲۲ کال د فعالیتونو په اړه د معلومات شریک کړي دي. پدې بیان کې دې خبرې په ټینګار ویل شوي دي چې تیر کال تورکیې ته د ۲۸۰ زره ۲۰۶ تنو غیرقانوني کډوالو د راننوتو مخه نیول شوې وه. همداشان تیر کال د لومړي ځل لپاره نیول شوي چې ددينه وړاندې نه وو نیول شوي د ناقانونه کډوالو شمیره ۲۳۶ زره او ۵۷۲ تنه ده . تېر کال د اخراج شویو غیرقانوني کډوالو شمېر ۱۲۴۴۴۱ تنه دی.
په ۲۰۲۲ کال کې د اخراج شویو غیرقانوني کډوالو شمیر د ۲۰۲۱ کال په پرتله ۱۶۱ سلنه ډیر شوی دی.
همداشان په ۲۰۲۲ کال کې د کډوالو د بیرته ستنولو مرکزونو شمیره ۳۰ ته او ظرفیت يي ۲۰۵۴۰ تنو ته لوړ شوی دی.
اوسمهال په تورکیه کې ۳ میلیونه ۵۳۵ زره ۸۹۸ سوري وګړي ژوند کوي. تېر کال په ۵۸ زره ۷۵۸ سوري وګړي په داوطلبانه توګه خوندي سیمو ته ستانه شوي او تر دې دمه د ټولو ستنو شوو مجموعي شمیره ۵۳۹ زره ۳۳۲ کسانو ته رسیږي.
تېر کال ۱ میلیون ۳۹۵ زره ۵۵ تنو او ټولټال یو میلیون ۵۴۹ زره ۶۸۰ کسانو د ټولنیز تطابق یووالي او ژوند روزنې د پروګرام په چوکاټ کې روزل شوي دي.
د کډوالو د مشورتي مرکزونو یو میلیون ۱۶۴ زره ۳۶۲ تنو کډوالو ته خدمات وړاندې کړي دي. د روزنیزو فعالیتونو لکه عمومي، حرفوي، تورکي ژبه، سواد زده کړې او قرآن کریم د کورسونو په لړ کې یو میلیون ۹۴۸ زره ۲۲۴ تنو ته رسیده ګي شوې ده.
همداشان تیر کال ۱۰۲۴ تنه غیر قانوني کډوالو ژوند چې د بیړنیو مرستو غوښتنه یې کړې وه، لکه د انساني قاچاق، مهاجرینو قاچاق او په سمندر کې د بند پاتې کیدو له امله، ژغورل شوي.