د تورکیې د موټر ملي تصدي به په نوي کال کې خپلې موټرې بازار ته عرضه کړي
د تورکیې د موټرو تصدۍ ګروپ په پام کې لري چې په ۲۰۲۳ کې د ۱۷ نه تر ۱۸ زرو پورې موټرې تولید کړي.
1897831
د تورکیې د موټرو تصدۍ ګروپ په پام کې لري چې په ۲۰۲۳ کې د ۱۷ نه تر ۱۸ زرو پورې موټرې تولید کړي.
دا څرګندونې د تورکيې د صنعت او ټکنالوژۍ وزیر مصطفی ورانک په یوه خصوصي ټلویزیوني چینل سره په مرکه کې وکړې.
هغه وویل چې بورسا ولایت په ګیملیک کې د (ټوګ) موټر د عمومي تولیداتو د فابریکې ساختماني چارې بشپړې شوي دي او انشاالله چې د راتلونکې خالي پر ورځ به ددې فابریکې لخوا جوړ شوی لومړنی موټر د ولسمشر رجب طیب اردوغان لخوا هیوادوالو ته معرفي کړی شي.
وزیر وویل انشاالله چې دا موټرې به د ۲۰۲۳ کال په لومړۍ ربه کې بازار ته عرضه شي.
"د ۲۰۲۳ کال لپاره د شرکت هدف په د ۱۷ نه تر ۱۸ زرو پورې د موټرو تولید دی. موټرې تولید کړي او بازار ته یې وړاندې کړي. دم ګړۍ امتحاني تولیدات دوام لري او د اکتوبر په ۲۹ مه نيټه به په رسمي تولیداتو پيل وشي.