د تورکیې د ولسمشر ویاند د روسيې او اوکراین د جګړې په اړه ډیرې مهمې ارزونې وکړې

د تورکیې د  ولسمشر ویاند ابراهیم قالن، د روسیې او اوکراین د جګړې په اړه چې د فبروري په ۲۴ پیل شوې ډیرې مهمې ارزونې وکړې.

1891814
د تورکیې د ولسمشر ویاند د روسيې او اوکراین د جګړې په اړه ډیرې مهمې ارزونې وکړې

د تورکیې د  ولسمشر ویاند ابراهیم قالن، د روسیې او اوکراین د جګړې په اړه چې د فبروري په ۲۴ پیل شوې ډیرې مهمې ارزونې وکړې. هغه وویل چې 

"د اوسني الحاق او وروستي  تاوتریخوالي سره سره، موږ لاهم فکر کوو چې د ډیپلوماسۍ دروازه باید خلاصه وساتل شي."

ابراهیم قالن چې د یوه خصوصي ټلویزیوني چینل په ژوندۍ خپرونه کې برخه اخیستې وه، ددې پوښتنې په ځواب کې چې  ایا ولسمشر رجب طیب اردوغان به د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وګوري؟ وویل ، هو ولسمشر اردوغان به سبا له پوتین سره لیدنه ولري.

هغه د یوې بلې پوښتنې په ځواب کې  چې "ایا  په استانه کې پدې لیدنه کې به په استانبول کې د پوتین او د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي مخامخ لیدنې او غونډې په مسئلې هم خبرې وشي؟ وویل ،

"له اوسني الحاق او له هغې وروسته د تاوتریخوالي د زیاتیدو سره سره، موږ اوس هم فکر کوو چې د ډیپلوماسۍ دروازه باید خلاصه وساتل شي. مونږ په دې برخه کې دواړو لورو ته وړاندیزونه کوو."

قالن وویل چې د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه دوه اړخونه لري.

"لومړی اړخ د اوکراین اشغال او الحاق دی. دا باید پای ته ورسیږي، نښتې باید ودریږي. په دې کې هیڅ شک نشته. ددې ستونزې حل لاره نور جګړه نده، بلکې خبرې اترې او ډیپلوماسۍ ده."

هغه وویل چې  د جګړې دوهم اړخ دا جګړه یواځې پدې خاوره کې نه بلکې په یو لا پراخه جیوپولیتیکل سیمه کې  رامنځته کیدل دي. هغه وویل تاسې وګورۍ نن ورځ  د روسیې او لویدیځ ترمنځ د خپلو طاقتونو ازمایش شتون لري. په اصل کې په غیرې مستقیم توګه د جګړه د هغوې ترمنځ ده.



اړوند خبرونه