انتوني بلینکن د تورې بحیرې له لارې د اوکراین د غلو دانو لیږد په اړه د تورکیې هلې ځلې وستایلې

د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو په نیویارک کې د ملګروملتونو سازمان د عمومي اسامبلې په څنډه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن سره لیدنه وکړه.

1882484

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په نیویارک کې د تورکیې د بهرنیو چارو له وزیر مولود چاووش اوغلو سره د کتنې په ترڅ کې د غلو دانو د دهلیز په تړون کې د تورکیې د هڅو ستاینه وکړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د ۷۷مې عمومي غونډې په څنډه کې د چاووش اوغلو او بلینکن ترمنځ د لیدنې په اړه یو بیان خپور کړ.

په بیان کې همداراز د روسیې او اوکراین په جګړه کې چې د فبرورۍ له ۲۴ نیټې څخه روانه ده، د ناټو هیوادونو د ګډ کار کولو اهمیت ته اشاره شوې او راغلي  دي: « وزیر بلنکن په توره بحیره کې د اوکراین د غلو دانو د لیږد د تداوم په برخه کې  د تورکیې د ډیپلوماتیکو هڅو ستاینه وکړه او د ملګرو ملتونو په مشرۍ د تړونونو پلي کولو او د خپلو کړنو له امله د مسکو د حساب ورکونې په اهمیت ټینګار وکړ."

پيوندونه: #امریکا , #تورکیه

اړوند خبرونه