د پانګه اچونې له لارې د ترکیې تابعیت د ترلاسه کولو په شرایطو کې ځیني بدلونونه راوستل شول.
په ترکیه کې بهرنیو وګړو ته د غیر منقول اموالو په برخه کې د پانګه اچونې په بدل کې په استثنايي توګه د تابعیت ورکولو په شرایطو کې ځیني تغیرات راوستل شول.
په ترکیه کې بهرنیو وګړو ته د غیر منقول اموالو په برخه کې د پانګه اچونې په بدل کې په استثنايي توګه د تابعیت ورکولو په شرایطو کې ځیني تغیرات راوستل شول.
د ویلو ده چې په استثنايي ډول د ترکیې د تابعیت د ترلاسه کولو په خاطر د غیرې منقول اموالو په برخه کې د پانګه اچونې رقم د ۲۵۰ زره امریکايي ډالرو نه ۴۰۰ زرو امریکايي ډالرو ته لوړ کړی شو.
د پانګه اچونې له لارې په استثنايي ډول د ترکیې تابعیت د ترلاسه کولو په شرایطو کې ځیني بدلونونه راوستل شول.
د ترکیې د وزیرانو شورا د اپریل د میاشتې د ۱۳ مې نیټې په غونډه کې د ترکیې د تابعیت په خاطر د غیرې منقول اموالو په برخه کې د پانګه اچونې مقدار د ۲۵۰ زرو امریکايي ډالرو نه ۴۰۰ زرو ته د لوړولو پریکړه وکړه.
دا اصلاحات د رسمي جریدې په ننۍ ګڼه کې نشر شول. د ویلو ده چې دا نوی قانون په رسمي جریده کې د خپریدو د نیټې نه په اعتبار سره یوه میاشت وروسته نافذیږي..
د پانګه اچونې له لارې تابعیت ته د مراجعه کوونکو په اړه یو بل شرط هم کیښودل شو.
د نوو اصلاحاتو له مخې ددینه وروسته به د غیرې منقول اموالو په برخه کې پانګه اچونې سره د تابعیت په اړه غوښتنلیک او قرارداد لومړی د چاپیریال، ښارجوړونې او اقلیم بدلون وزارت ته وړاندې کیږي. د قرارداد شرایط به د چاپیریال ښارجوړونې او اقلیم د بدلون د وزارت لخوا څيړل کیږي او هغه کسان چې مناسب وګنل شي د ولسمشر د پریکړې له مخې به ورته د ترکېې جمهوریت تابعیت ورکول کیږي.
د ویلو ده چې د ترکیې د تابعیت په مقرره کې یو بل تغیر هم راغلی دی.
په مقرره کې د یو بل تعدیل سره ، د ترکیې تابعیت هغه بهرنيانو ته ورکول کیدی شي چې د خصوصي تقاعد سیسټم ته د لږترلږه ۵۰۰ زره ډالرو یا معادل بهرني اسعارو سره ونډه واخلي او د ۳ کلونو لپاره په سیسټم کې پاتې شي. دا پریکړه د نن ورځې څخه نافذه ده.
دا تصامیم د ترکیې ۵۹۰۱ شمیر د تابعیت قانون د ۴۶ مې مادې له مخې نیول شوي دي.