ترکیې کورنیو چارو وزارت : د روان کال د پيل راهیسې په زرګونو ناقانونه کډوال ډیپورت کړي‌ دي

د ترکیې کورنیو چارو وزارت ویلي‌ چې د روان کال له پیل راهیسې ۲۱ زره ۸۷ غیرقانوني کډوال چې نږدې نیمايي افغانان دي‌ ډیپورټ کړي‌ دي.

1813093
ترکیې کورنیو چارو وزارت : د روان کال د پيل راهیسې په زرګونو ناقانونه کډوال ډیپورت کړي‌ دي

د ترکیې  کورنیو چارو وزارت  ویلي‌ چې د روان کال له پیل راهیسې ۲۱ زره ۸۷ غیرقانوني کډوال چې نږدې نیمايي افغانان دي‌ ډیپورټ کړي‌ دي.

 

د وزارت له خوا په لخپور شوي بیان کې ویل شوي، چې د ډیپورټ شوو کسانو له ډلې ۹ زره ۶۵۴ یې له افغانستان، ۴ زره ۲۰۶ یې له پاکستان، ۷ زره ۲۲۷ یې  د نورو هیوادونو وګړي بهرنیان دي . د روان کال د پیل راهیسې ډیپورټ شوي‌ ناقانونه کډوال په ۲۸ چارتر شوو الوتکو کې خپلو هیوادونو ته استول شوي‌ دي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د غیرقانوني کډوالۍ  پر وړاندې مبارزه پرته د ځنډ نه  دوام لري . 

په بیان کې راغلي‌ دي‌ چې د کډوالو  قاچاقبران د  نوو مشتریانو د  موندلو لپاره ټولنیزې رسنۍ کاروي. لیدل کیږي چې د کډوالو قاچاقبران چې ډیری وختونه د ټولنیزو رسنیو څخه کار اخلي ترڅو داسې انګیرنه خپره کړي‌ چې د ترکیې پولو نه  په اسانۍ سره تیریږي. قاچاقبران د افغانستان-ایران یا افغانستان-پاکستان په پولو کې د  اخیستل شوو انځورونو  په خپرولو سره کډوالو ته  دوکه ورکوي. که څه هم  د کډوالو  قاچاق وړونکي داسې طریقې کاروي چې د غیرقانوني کډوالۍ  په وړاندې زموږ د هیواد په مبارزې  سیوري غوړوي خو  دا  شمیرې بیا حقیقت بیانوي.

 

زموږ په سرحدونو کې نیول شوي  په لوړه کچه امنیتي تدبیرو ترڅنګ ،  په ډیره اغیزمنه توګه د ناقانونه کډوالو  نیول او بیرته خپلو هیوادونو ته ستنول د کډوالو د ډیپورت په برخه کې  د اروپا اوسط څخه  ډیر زیات بریالیتوب ترلاسه شوی دی. د ترکیې د کډوالۍ د چارو ریاست  او امنیتي ځواکونه  د ناقانونه کډوالۍ پر خلاف مبارزې ته  د اونۍ ۷ ورځې او ۲۴ ساعته پرټه د ځنډ نه  دوام ورکوي. د هېواد د پولو امنیت په لوړه کچه د ساتلو سره ، زموږ هېواد ته د ناقانونه کډوالو  د  راننوتلو مخه نیول کیږي. هغه کسان چې زموږ هېواد ته په ناقانونه توګه ننوځي، زموږ د امنیتي ځواکونو  له خوا نیول کېږي او شړل کېږي. ددې سربیره ، د تمویلوونکو  هیوادونو سره د غیرې قانوني‌ کډوالۍ د لاملونو د لمنځه وړو په برخه کې په ګډه کار کوو.

 

"په ۲۰۱۲ کال کې ترکیې ته د ۴۵۱ زره او ۹۶ زرو تنو ناقانونه کډوالو د راننوتو مخه نیول شوې ده . "

 

په بیان کې ویل شوي، "په ۲۰۲۱ کال کې، زموږ په ختیځو او جنوبي ولایتونو کې په ټولیز ډول ۴۵۱  زره او ۹۶ زرو تنه غیرقانوني کډوال زموږ هېواد ته د ننوتو مخه نیول شوې ده. همداشان د ۲۰۲۲ کال د پیل راهیسې ترکېې ته د ۱۲۷ زره ۲۵۶ تنو ناقانونه کډوالو د راننوتو مخه نیول شوې ده .

 

له بلې خوا، د ناقانونه کډوالۍ پر خلاف  د مبارزې په چوکاټ کې، د غیرقانوني کډوالو او د هغوې  قاچاقبرانو د نیولو ،  موندلو او معلومولو په موخه د قانون پلي کونکو واحدونو لخوا د سړکونو چک پاینټونه جوړ شوي‌ دي.

 

په دې برخه کې د هېواد په دننه کې د ترسره شويو تدابيرو او عملياتو په پايله کې  سږ کال ۵۵ زره او  ۶۲۷  تنه ناقانونه کډوال او ۲۲۵۴ تنه قاچاق وړونکي د ناقانونه کډوالۍ  او د  د انسان د قاچاق په جرمونو نیول شوي‌ دي.

 

په اعلاميه کې، چې يادونه شوې وه   چې  سږ کال  له ترکيې څخه افغانستان او پاکستان ته د چارټر الوتنو په واسطه  په زرګونو تنه ناقانونه کډوال خپلو هیوادونه ته ستانه کړی شوي‌ دي.

په ۲۰۲۲ کال کې په ټوليزه توګه ۹۶۵۴ افغان اتباع د مهال وېش او ۲۶ چارتر شوو الوتنو سره خپل هېواد ته راستانه شوي دي.



اړوند خبرونه